کور / تازه خبرونه / په وړكتون كي د اورلګېدو له امله ۲۹ كوچيان مړه سول

په وړكتون كي د اورلګېدو له امله ۲۹ كوچيان مړه سول


په مكسيكو كي د كوچنيانو په يوه وړكتون كي د اور لګېدو له كبله لږ تر لږه ۲۹ كوچنيانو خپل ژوند له لاسه وركړ.


پېښه د دغه هيواد د سونورا ايالت په هرموسيلو ښار كي د اې، بي سي په نوم حكومتي وړكتون كي رامنځته سوې ده.

د چارواكو له خوا د پېښي علت د ټايرونو په ګودام كي اورلګېدل په ګوته سوي چي په لسهاوو كوچنيان يې مړه او ټپيان كړل.

د مكسيكو چارواكي وايي د دې پېښي په اړه يې تحقيقات پيل كړي، خو تر اوسه دا معلومه نه ده چي د اور لګېدو علت ترې ثابت سي.

ډاكټران وايي په ټپيانو كي د ځينو كوچنيانو حالت د اندېښنې وړ دئ او ښايي د مړو شمېر تر ۲۹ ډېر سي.

د وړكتون مسئولين وايي لګېدلى اور په دونه سرعت خپور سو، چي د پېښي له ځايه يې د كوچنيانو ايستل هم نامكن كړل.

د مكسيكو جمهور رئيس كالډرونني پر دې پېښه خواشيني څرګنده كړې او مسئولينو ته يې د پېښي د څېړني امر كړئ دئ.

د وړكتون مسئولين وايي تر اور لګېدو دمخه له دوى سره ۱۷۶ كوچنيان موجود وو، خو اوس ځيني كوچنيان ورك دي.

د وړكتون مسئولينو د كوچنيانو عمرونه له شپږو مياشتو څخه تر پنځو كلونو پوري ښودلي دي.