کور / تازه خبرونه / كندهار: د دوو طالب قومندانانو د وژلو ادعا وسوه

كندهار: د دوو طالب قومندانانو د وژلو ادعا وسوه


د كورنيو چارو وزارت د يوې خبر پاڼي په خپرولو په كندهار ولايت كي د دوو طالب قومندانانو د وژني خبر وركړ.


خبرپاڼه وايي دغه طالب مشران د جمعې په ورځ د افغان امنيتي ځواكونو له خوا په ژړۍ ولسوالي كي د عملياتو پر مهال وژل سوي دي.


په خبر پاڼه كي راغلي چي په ياده سوې سيمه كي د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه وموښته چي څلور ساعته يې دوام وكړ او افغان پوليسو ته پكښي هيڅ زيان نه دئ اوښتئ.