کور / تازه خبرونه / نيمرزو: پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

نيمرزو: پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د نيمروز په ولايت كي د طالبانو له خوا د يوې حملې له كبله پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه د نيمروز د خاشرود او فراه د دلارام ولسوالۍ ترمنځ هغه وخت رامنځته سوې چي طالبانو د ناټو ځواكونو د يوې شخصي امنيتي كمپنۍ پر عسكرو حمله وكړه.

د نيمروز والي غلام دستګير آزاد دغه پېښه تائېدوي او وايي له كبله يې د انګار په نوم شخصي كمپنۍ يو عسكر او درو طالبانو ژوند له لاسه وركړئ او همدا راد دوه پوليس او پنځه طالبان ټپيان سوي دي.