کور / راپور / د ننګرهار د کانال ( ناوې ) پروژه د تالان او تاوان په لور !

د ننګرهار د کانال ( ناوې ) پروژه د تالان او تاوان په لور !

 


د ننګرهار د کانال ( ناوې ) پروژه د تالان او تاوان په لور !


 


د ننګرهار اوسنی کانال يا دناوې پراختيا پروژه د افغانستان په ختيزه سيمه کې د پخواني شوروي اتحاد د متخصصينو او افغاني انجينرانو تر اوږدې تخنيکي او اقتصادي څېړنې وروسته پر ۱۳۴۰ ل کال د ياد هېواد په تخنيکي مرستو او د هغه وخت د افغان دولت په مالي لګښت جوړه شوې وه. پخوا شوروي اتحاد له دغې پروژې سره قرارداد کړی و او هر ډول مرستې يې ورسره کولې،خو کارکوونکي يې وايي چې اوس مهال د کانال پروژه شړېدلې او ورځ تر بلې له د خرابېدو په حال کې ده، دا کانال د ۷۰ کيلو مترو په اوږدوالي په ثانيه کې د ۵۰ مترو مکعبو اوبو ظرفيت لري چې د ۳۱۰۰۰ زره هکتاره زمکې خړوبولو وړتيا لري،خو نن سبايې د غوچکو د اوبو پمپونه جوړ پاتې دي او يوازې  ۳۴۸ هکتاره زمکه خړوبولای شي.  دننګرهار يو قومي مشر شېر افضل مصلح وايي کانال د روسانو لخوا په ښه ډول جوړ شو او ډېره ستره پروژه وه ، خو چاورته پاملرنه ونه کړه، دده په خبره د کانال اوبه له سيند نه راپورته شوي چې چا ترې نه دزمکو په خړبولو او نه د برېښنا په جوړولو کې ګټه واخيسته او اوبه يې بې بېرته سيند ته لوېږي. 


مصلح زياتوي چې افغانستان سره نړيوالو دبيا رغونې په نامه  په ميليونونو ډالره مرسته وکړه، خو کانال همغسې پاتې دی او د رغونې لپاره يې چا يوه روپۍ هم نه ده ورکړې، دی وايي د دولت او مرستندويه ټولنو همدا نه پاملرنه وه، چې هر ډول خلکو يې ونې، باغونه او دروازې غلا کړې، د مصلح په وينا که په دې پروژې د بيارغونې کار پيل شي، نو ډېری بې روزګاره وګړي به له دې رنځه خلاص شي او هر سړی به پکې ځانته يو نه يو کار ومومي.                                                                                          


د ننګرهار د ناوې پراختيا پروژې فني مرستيال عبدالاحمد وايي چې دوی په کانال کې څوارلس بېلابېل امريتونه لري او په ټولو کې دامهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. دده په خبره دوی چې په کانال کې څومره برېښنا ته اړتيالري دولت ورته خپله اندازه برېښنانه ورکوي، نو همدا لامل دی چې په سلو کې دوه ويشت فيصده د زيتونو او شل فيصده د سيتروسو باغونه يې د اوبو د نشتوالي له امله وسوځېدل او ټولې ونې يې له منځه لاړې. هغه وويل (( مونږ په ۱۳۸۵ کال د مالدارۍ په فارم کې ۱۵۶۰ سره مالونه درلودل چې ۱۵۰۰ ليتره شيدې به يې هره ورځ کابل ته تللې، خو اوس د مالدارۍ په فارم کې يوازې اتيا سره مالونه پاتې دي او ددغو څاريو نسل په ورکېدو دی ))


عبدالاحمد وايي غټه ستونزه يې داده چې هرکال يې د کارکوونکو تشکيل راکمېږي او له زرګونو کارکوونکونه يې دامهال ۱۰۴۷ تنه پاتې دي. نوموړی د دولتي بوديجې کمښت او د ماشينونو له کاره لوېدل د کانال نورې لويې ستونزې ګڼي.                                                         


د کانال فني مرستيال له دې  هم سر ټکوي چې هر کال يې ډېره زمکه د يو شمېر خلکو لخوا غصبېږي، خو دوی تردې دمه په دې نه توانېدلي، چې لاندې شوې زمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړي، دده په وينا نن سبا يو شمېر کډوالو هم د کانال په زمکو کې اړولي، چې د کډوالو استوګنې ددوی کرنيزې برخې ته تاوان رسولی دی. نوموړی د ستونزو ترڅنګ د هغو کارونو يادونه هم کوي، چې د ځينو مرستندويه ټولنو او يا دولت  په مالي لګښت يې تر سره کړي دي. دی وايي د تېرو شپږو کالو په اوږدو کې دوی له کانال نه ۲۴۷ ټنه غنم تر لاسه کړي چې تخمونه (ډبليو اف پي ) او ۱۰ تراکتورونه د کرنې وزارت ورکړي دي.  ددغې پروژې د فني مرستيال په خبره دوی ۵۴ کيلو متره کانال پاک کړی او همداراز يې د سيتروسو ۴۰ هکتاره باغونه هم جوړ کړي دي.  دعبدالاحمد په وينا دغه پروژه څلوېښت کاله وړاندې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او ترديارلس سوه اته پنځوسم کاله پورې ښه پرمخ روانه وه، خو په هېواد کې دېرش کلنو جګړو د ناوې پروژه ډېره زيانمنه کړه او د جوړېدو لپاره ورته ترننه لا  چا پوره پاملرنه نه ده کړې، دده له انده که د کانال رياست لپاره يو ځانګړی پلان جوړ شي، نو کيدای شي دغه لويه پروژه له تاوانه وژغورل شي.                                                                


دغه پروژه د زيتونو يوه فابريکه هم لري، چې د کارکوونکو په خبره يې هرکال د ۸ زره ټنو زيتون ايستلو ظرفيت لري، په دغو کې څلورزره ټنه يې د زيتونو اچار او نور څلور زره ټنه يې د زيتونو تېل دي، چې تل يې د فابريکې مشران د نه خرڅېدو له امله زړه خوري.  دغې فابريکې ته د زيتونو د اچار او تېلو لپاره  د ايټاليې هېواد ميليونونه بوتله ورکړي،خو بيا يې هم په افغانستان کې د خرڅلاو بازار سوړ دی او ډېر نه خرڅېږي. څه موده وړاندې د کرنې وزير اصف رحيمي ننګرهار ته په همدې موخه راغلی و، چې دناوې دغه دولتي پروژه له نږدې وګوري او د جوړېدو لپاره يې لارې چارې ولټوي. ده يوه ورځ له سهاره تر مازيګره د کانال په اړه  د ننګرهار د دولتي چارواکو، قومي مشرانو ، د اقتصاد اوکرنې د پوهانو خبرې او غوښتنې  واورېدې او دکانال د بيارغونې په باب يې ناستو خلکو ته ډاډ ورکړ. دزيتونو دفابريکې په اړه د کرنې وزير وويل  ده ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د زيتونو فابريکه وليده، چې بنسټيزې مرستې ورسره نه دي شوي او نه هم ورته منظم سوداګريز پلان جوړشودی. د کرنې وزير وايي چې که  د زيتونو  فابريکې د توليد لپاره  دوی هر ګام پورته کوي،هغه بايد اقتصادي واوسي.                                                                                   


د کرنې وزير زياتوي چې په ننګرهار کې د کانال يا ناوې پروژې ته بايد يو اساسي او اوږد مهاله پلان جوړ شي، چې ددغې پروژې لپاره ښې پايلې ولري. دده له انده هغه مرستې چې دولت او يانورو مرستندويه ټولنو دکانال رياست سره کړي دنشت برابرې دي  او همدا لامل دی، چې تردايې سر نه دی نيولی او دغه پروژه له بدو بدتره شوې ده. د کرنې وزير اصف رحيمي وويل (( ددې لپاره چې په ننګرهار کې دغه پروژه له تاوان او خرابېدو نه وساتو په لومړي قدم کې يې دودې او پرمختګ لپاره يو ځانګړی پلان جوړوو))                                                                                 


د ننګرهار کانال يا ناوې پروژه  ۱۱ زره هکتاره کرنيزه زمکه لري، چې  ۴۸ کاله مخکې دغه زمکه  سره دښته، لوړې او ژورې وې ، چې نن په شنو ونو پوښل شوې ده ، خو په هېواد کې د پرلپسې جګړو له امله دغې پروژې ته ستر زيانونه اوښتي دي، کرنيز وسايل او سامانونه يې بيخي له منځه تللي او په څلورو فارمونو کې يې دمالټو او نارنجو ټول باغونه د اوبو د نشتوالي له امله  سوځيدلي او يا خلکو له بيخه ايستلي دي. ددغې پروژې په اړوندو فارمونو کې څه باندې پينځه نيم زره هکتاره کرنيزه زمکه د درجو په تفکيک موجوده ده، چې خيني يې بې زمکو وګړيو ته د کال په اجاره ورکول کېږي او له هغې نه غنم، جوار، مۍ، پنبه ، هندواڼې، موټ، ږدن اونور حاصلات لاسته راځي، چې روپۍ يې د دولتي وارداتو په توګه بانک ته داخلېږي. د کانال مامورين وايي چې دولسمشر حامد کرزي له دولت وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دهډې فارم او نورو فارمونو دغه زمکې ابادې وې او ولسي خلکوته په اجاره ورکول کېدې، چې سلګونه زره منه غنم اونور حاصلات به دولت ته  په لاس ورتلل. د دغې پروژې کارکوونکي دا اندېښنه لري، چې که دولت او يا مرستندويه ټولنې د کانال د زمکې ونو او بوټو ساتنه ونه کړي،نو کيدای شي په راتلونکو څو کلونو کې ديادې پروژې هر څه لوټ تالا شي. د ننګرهار چارواکي بيا وايي چې د کانال دزمکې او باغونو ساتنې ته يې ۱۲۰ تنه پوليس په بېلابېلو ځايونوکې پر دندو ګمارلي او د ولايتي بيارغونې ډلې ( پي ار تي ) ورسره ژمنه کړې چې دکانال د رغونې لپاره به درې ميليونه امريکايي ډالره ورکوي.  د افغانستان د کرنې وزير اصف رحيمي هم سينه ډبولې چې دی به د کانال د پرمختګ لپاره يو ځانګړی پلان جوړوي او دغه ستره  پروژه به له  شاتګ نه ژغوري.