کور / تازه خبرونه / په هلمند کښي د روحاني تلين په اوښکو و لمانځل سو

په هلمند کښي د روحاني تلين په اوښکو و لمانځل سو

د ارواښاد روحاني لومړى تلين چي د غبرګولي پر ١٧مه دوشنبه په هلمند مرکز لښکرګاه کي د ولايتي شورا په تالار کي و لمانځل سو ګڼو ژورناليستانو ، فرهنګيانو ، قومي مشرانو او دولتي چارواکو پکي ګډون درلود .


په دې غونډه کي چي شاوخوا ٢٥٠ کسانو پکي ګډون کړى وو تر ټولو مهم پيغام دا وړادي کړ چي د روحاني قاتلين دي و موندل سي .




دې غونډي ته د ارواښاد روحاني سپنږرى پلار ، خسر او کشر ورور حضرت محمد محدي هم ورغلي وه .


د غونډي د پيل تر مخه د حافظانو لخوا د قران کريم ختم وسو . غونډه د ورځي پر لسو بجو پيل سوه تر تلاوت او اجنډا وروسته د عزيز احمد تسل لخوا د روحاني لنډ ژوندليک ګډون والو ته و لوستل سو .


د وينا وو په برخه کي بيلابيلو کسانو د روحاني پر ژوند زياتي څرګندوني وکړې ددې برخي په پيل کي د هلمند والي محمد ګلاب منګل د غونډي ګډون والو ته وويل چي رواحاني يو سپېڅلى کس او بې پرې ژورناليست وو هغه د خلکو په درد درديدى ، والي زياته کړه (( زما د ماموريت لومړۍ ورځي وې چي روحاني ماته راغلى او ويې ويل چي دلته څو کورنۍ دي هغوى وږي دي که د هغوى سره کومک وسي ما سم دستي خپل مرستيال ته امر وکړ چي لاړ سه موټر د خوراکي توکو ډک کړه روحاني هم درسره واخله او د روحاني په وړاندي پر هغه کسانو دا توکي په خپل لاس ورته ووېشه )) .


والي د هغه وژنه لويه ضايعه وبلله او دا يې څرګنده کړه چي دوى ندي توانيدلي په دې يوه کال کي د هغه د قاتلينو څرک ولګوي هغه په دې برخه کي وويل چي (( موږ لا هم هڅه کوو ، د روحاني دوسيه تړل سوې نده موږ به په پوره توان او طاقت د هغه د وژوونکو د موندلو هڅه کوو )) .


د هلمند والي پر ژورنالستانو او ټولو هلمند والو ږغ وکړ که څوک په دې برخه کي زموږ سره مرسته کولاى سي ، د هغه په وينا چي دوى د هغه مرستي ته اړتيا لري .


د هلمند والي ژمنه وکړه چي په لښکرګاه کي به يو ښوونځى چي نوى جوړ سوى دى د شهيد روحان په نوم ونوموي والي د ارواښاد د کورنۍ سره د يوې رهايشي نومرې او زياته اندازه خوراکي توکيو ژمنه هم وکړه .


ددې سره په څنګ کي په هلمند کي سيمه ايزي راډيو سباوون هم د ارواښاد د کورنۍ سره د ٢٥ زره افغانيو د مرستي ژمنه وکړه .


غونډي ته په هلمند کي د ژورناليستانو د خپلواکي اتحاديې مشر ميرويس پاڅون په خپله وينا کي ژورناليستانو ته ډاډ ورکړ چي د روحاني په وژنه سره دي دوى نه ناهيلي کيږي او خپلو کارونو ته دي ادامه ورکړي هغه د دولت څخه و غوښتل چي په هره ممکنه وسيله چي وي د روحاني وژوونکي دي و موندل سي .


د هلمند د اطلاعات او کلتور ريس علشاه مظلوميار او د عالي دارمعلمين د تاريخ استاد غلام سرور غفاري غونډي ته د ژورناليزم د تاريخ په اړه و ږغيدل هغوى په خپلو خبرو کي نوى ځوانان و هڅول چي د خپلو مشرانو پر پل پښه کښږدي .


استاد غفاري وويل چي د يو ژورنالست په وژنه سره د ژورناليزم خوله نه تړل کيږي او د روحاني په وژنه سره به دا خاوره زر نور روحانيان را و زيږوي .


غونډي ته په هلمند کي د سويلي اسيا د ژورنالستانو د ټولني ( سفما) استاذي عزيز احمد شفيع ، د ژورناليستانو د خپلواکي ادارې مرستيال زين الله ستانکزى ، د ولايتي شورا ريس انورخان او قومي مشر عبدلاحد هلمند وال هم خبري وکړې .


د يادي غونډي دوهمه برخه د روحاني روح د ځآنګړيو سوو مرثيو وه چي نژدې د ټولو ګډون والو سترګي يې لندې کړې .


د غونډي په وروستۍ پرخه کي د محمد نعمان دوست يو شعر چي ديکلومه سوى او د ارواښاد روحاني په عکسونو انځوريز سوى وو ګډون والو ته پر پروجنکټور وښوودل سو زياتو کسانو ورته اوښکي توى کړې او د اواښاد روحاني او نورو ټولو سپېڅلو شهيدانو ته يې دعاوي وکړې غونده پر ١٢ بجې او ٣٠ دقيقې پاى ته ورسيدل .


ارواښاد روحاني چي د بي بي سي او پژواک خبري اژانس سره يې د خبريال په توګه کار کاوه پوره يو کال وړاندي په هم دې ورځ د لښکرګا د ښآر څخه نادرکه او مړى يې په سبا د بولان نومي سيمي په يوه هديره کي و موندل سو هغه پر ځيګر په مرميو ويشتل سوى وو او پر غاړه يې هم د چړې ټپونه ښکاريدل . د ارواښاد تر شاه دوې کونډياني ، دوه زامن دوې لوڼي ، سپينږرى پلار ، بوډۍ مور او پنځه تنکي وروڼه پاته دي .


دا غونډه په داسي حال کي لمانځل کيږي چي د هيواد پر يو شمير ولايتونو سربيره د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کي هم دا ورځ په پراخه کچه و لمانځل سوه او په هلمند کي سيمه ايزي بُست راډيو په دې ورځ خپلي ټولي خپروني روحاني ته ځآنګړي کړي وې .