کور / تازه خبرونه / کونړ: چاودنې لسګونه ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله

کونړ: چاودنې لسګونه ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله

نن سهار د کونړ په مرکز اسد اباد کې يوې زورروې چاودنې چې د عامې روغتيا دروغتون په څلورلارې کې وشوه د روغتيايي کارکوونکو په خبره  يو تن وژلی او ۳۵ تنه نور ولسي وګړي يې ټپيان کړي دي. عيني شاهدان وايي چاودنه د امريکايي ځواکونو دهغه موټر څنګ ته شوې چې خراب شوی او دغلته ولاړ و. عيني شاهدان دعوه کوي چې چاودنه امريکايي ځواکونو په خپله کړې، خو امريکايي ځواکونو د خپل سپیناوي لپاره وخت غوښتی.د کونړ چارواکي پېښه مني خو وايي پلټنه يې پيل کړې او کومې ډلې هم د چاودنې پړه تر اوسه نه ده منلې.