کور / تازه خبرونه / ايران پر بهرنيو مطبوعاتو بنديز ولګاوه

ايران پر بهرنيو مطبوعاتو بنديز ولګاوه

ايراني چارواکو ټول هغه ژورناليستان د لومړي لاس او خپلسرو ژونديو راپورونو د خپرولو څخه منع کړي چي د بهرنيو مطبوعاتو لپاره کار کوي.


پر بهرنيو مطبوعاتو دغه تازه لګېدلى بنديز په ايران کي د مېشتو خارجي ژورناليستانو په ګډون هغه ايراني خبريالان هم رانغاړي چي د دباندنۍ ميډيا لپاره راپورتري کوي. دا کار به په ايران کي د هغه روان بحران د بې پرې تصويرونو او معترضينو د ژوندنيو نيوکو د خپرولو مخه ډب کړي چي له تېري اوونۍ راهيسي د بحث پاروونکو ټولټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته جريان لري.


د ننني خپاره سوي دغه امر له مخي د بهرنيو مطبوعاتو خبريالان مجبور دي يوازې له خپلو دفترونو څخه د ټليفونو له لاري مرکې ترسره او د مرکزي ټلوېزيون په شان رسمي څارونکو سرچينو څخه خپرېدونکي تصويرونه نشر کړي.


دا په داسي حال کي ده چي ايران ته د ټولټاکنو د تر پوښښ لاندي راوستلو لپاره راغلو بهرنيو ژورناليستانو د دغه هيواد پرېښودل پيل کړي دي، ځکه ايراني مامورين وايي چي د دوى وېزې نه ورنوي کوي.