کور / علمي / په پښتونخوا کښي قامي المیه!

په پښتونخوا کښي قامي المیه!

ليکنه: خان زمان کاکړ

د پاکستان سیاسي پټ پټوني او مصلحتونه
نه پوهېږم چي د پښتونخوا د اوسني صورتحال په شکل کي تاریخ خپل ځان تکراروي او که خپل منطقي انجام ته رسي؟ سړی به د پښتونخو ا”نن” د افغانستان د “پرون” ردِعمل ګڼي او که تسلسل!!؟؟

زما مشاهده او مطالعه دا وایي چي د تاریخ په دې تکرار کي د اوسني صورتحال منطقي انجام پټ دی او د “پرون” په ردعمل کي د “نن” حل!!!

خو د تاریخ د پرېکنده فېصلې نه وړاندې د پښتنو مجموعي حالت زښت زړه چاودونکی دی.

په پښتونخوا کي د معاهدو او اپرېشنونو پټ پټونی بالاخر د افغانستان د شخړې د ” مهاجر” او “انصار” د خوږو رشتو د یاد تصویر شو. عدل ریګولېشن په خپل پسِ منظر کي ارام دی. اپرېشن روان دی، مهاجرت دی، نقل مکاني ده، کېمپونه دي، راشن، امداد او د سوال ځولۍ ده. موږ هر وخت په خپله خاوره مهاجر شوي یو او په خپل وطن کي مو خانه بدوش ژوند تېر کړی دی. په جنتي خاوره د ژوند په دوزخ کي په نهره خېټه نورو له جنت ګټو. افغانستان په خپل اوږد مزاحمتي تسلسل کي هم دا اوس دېرش کاله په پرله پسې توګه وجنګېدو، خو مسلمان نه شو. د حمید ګل مېډیا پېغور ورکوي چي د میروایس خان او احمدشاه د وطن په غېرتي خاوره نن سره پېرنګیان ګرځي او افغانان مزاحمت ته نه چمتو کېږي. ګویا دا یې د خپلو اسلافو د تاریخ نه بربنډه روګرداني ده. دا پېغور د روسي فوځونو د موجودګۍ په مهال هم شوی وو خو د روس د وتلو په نتیجه کي افغانانو ته څه میلاو شو؟ د روس وتل د امریکې راتلل وو. اوس به بیا ددې خلاف مزاحمت کوم. ګویا سیاسي کردار او حثیت مي داسیا په وره کي د ” کوچي د سپي” د کیسې کردار او حيثیت دی.

موږ به ټول عمر دوی له جنګونه کوو، اسلام به ورله ګټو، بربنده زورواکي او بلواکي ده، د مریي د مریتوب کیسه ده. اجرتونه راباندې ټولوي او د اقتصادي حرص مندۍ په اور کي مو د ایندهن په توګه استعمالوي.

په داسې حال کي چي په پښتونخوا کي ژوند د یوې المیې سره مخامخ دی. مګر هر خوا خاموشي ده. د پښتونخوا حالات اوس هم زرغونپوښي د خپل ریاست نه په بیل تناظر کي مطالعه کوي.

موږ ته خپل جنګ په خپله غاړه پروت دی. ریاستي حل یې ځکه ممکن نه دی چي ریاستي ادارې حل ته تیاري نه دي. چرته هم چي حکومت بې وسه دی، دا د پټو ریاستي ادارو قوت څرګندوي. دا ځکه چي په پاکستان کي فوځي حکومتونه اوږده اوږده عمرونه لري او په باعزته توګه رخصتېږي خو جمهوریت د څو ورځو مېلمه وي.

سړی چي د پښتونخوا اوسني حالات د بېلابېلو زاویو نه وګوري نو بېخي پښتانه د جنګ په مېدان ورته تنهاء ښکاره شي. د څو مهمو زاویو مهم اړخونه لاندې ګورو.

استخباراتي سیاسي ګوندونو به پېش بیني کوله چي دا حکومت د چلېدلو نه دی، ځکه چي عدلیه غلامه ده. خو نن هغه د انصاف علامت د خپل ټول شان وشوکت سره بحال دی خو د خلکو د یو لوی شمېر ژوند بحال نه دی. د سوات، بونیر اودیر د دوزخ په هکله د عدلیې کوم انصاف دی؟

د پارلیمان تجربې ثابتوي چي د پښتنو د ستونزې حل ځکه په پارلیمان کي ممکن نه دی چي دا ستونزه د پارلیمان نه په بېل تناظر کي نړېوال عوامل لري. ځکه نو نړۍ ته سترګې اړول غواړي. د قام بېداري، قام پوهول او د قام مرسته اخیستل غواړي.

د پاکستان استخباراتی او سېکورټي ادارې د طالبانو ملګري دي. دنیا له دې څو میاشتو د ایي ایس ایي او طالبانو د یارۍ ورد کوي. په دې هکله پر نړېواله مېډیا رپورټونه هم وړاندي شوي دي او د اوباما انتطامیې د پاک افغان پالیسۍ مرکزي خبره هم دا ده.

موږ دا ستونزه په مذهبي تناظر کي ځکه نه مطالعه کوو چي تر اوسه په دې هکله د مذهبي ډلو یو شریک موقف مخې ته نه دی راغلی. تراوسه پورې علماء کرام د اسلام په یو متفقه تعریف ورکولو کي نه دي بریالي شوي. البته د پښتون نیشنلزم په حواله د دوی موقف یو دی، ځکه چي ددوی د ولادت کلوننګ لیبارټري یوه ده.

د پښتونخوا داوسني صورتحال په حواله لیفټ ونګ چرته ولاړ دی؟ د سووېت یونین د انهدام نه پس د پاکستان لیفټ ونګ نه دا چي شنډ شو بلکې د نیشت برابر شو. څو خیالي کیږدۍ ولاړې دي، هډو معروضي ایشوز هم نه لري. د ریاستي مفاداتو لپاره په هر وخت کي هایي جېک کړل شوي دي. د این جیو ګانو په سېوري د روس د انقلاب کلیزه او د مزدورانو ورځ لمانځي. په ډګر کي هیڅ نشته، یوه لویه خلا ده. که دا خلا ډکه شي، د طالبانایزېشن پنځېدل به بېخي ناممکن وګرځي.

د پاکستان تش په نوم سول سوسایټي د پښتونخو ا د حالاتو په هکله چُپه خُله پاتې ده. دا هغه سول سوسایټي ده چي د وکیلانو په تحریک کي سرخېل شمېرل کېده، خو د پښتونخوا په حواله دپای خښته هم نه ده. هغه دا چي د وکیلانو تحریک د لوړې طبقې یو څیز وو او د پاکستان سول سوسایټي هم ددې لوړې طبقې نه سرچینه اخلي. برعکس په پښتونخوا کي د مظلومې طبقې ژوند مفلوج دی.

په پاکستان کي د قام پرستو موضوع تر ټولو په زړه پورې ده. بلوڅ قام پرستان د ازادۍ نه سېوا د بلې خبرې هورېدلو ته هم هډو تیار نه دي برعکس په دې صوبه کي مېشت پښتون اواز په مجرمانه توګه خاموش دی. دا هغه اواز دی چي په سړو حالاتو کي زښت ګرم وو خو اوس په ګرمو حالاتو کي زښت سوړ دی.

په پښتونخوا کي قام پرستي د نجات دهنده رول لري. خو هلته د انتاهي خراب صورتحال له کبله اې این پي په غمیزو کي ښکېل ده. په دې غمیزو کي د جهادي مېډيا بلېک مېلنګ او ریاستي استخباراتي حربې لوی لاس لري. د ایې این پي د خلوص او نیت په هکله زه کوم شک نه لرم، هم دا اې این پي ده چي د خپلې قامی او منصبي فریضې له مخې په یواځې سر د خپل قام نمایندګي او ترجماني کوي.

په پاکستان کي تر ټولو ښه حالت د رايټ ونګ دی. دا ځکه چي دا ونګ د پاکستان د رښتیني روح ترجمان او واکمن دی. حمیدګل رښتیا وایي ” ایي ایس ایي هر وخت د رایټ ونګ هم خیال او مرستیال پاتي شوی دی”. هم دا یوه ډله ده چي د طالبانو په شا ټینګه ولاړه ده او د طالب د منصبي واکمنۍ لپاره زیار باسي.

د پاکستان مېډیا د پښتونخوا په حالاتو کي یو فریق ده او کټ مټ طالبانایزډ ده.

د خپل وطن د حالاتو په حواله د پښتنو دانشوره طبقه هم په مختلفو خیالاتو کي وېشلې ده. یو خو دا چي ددې دانشورانو ټوله مشاهده او مطالعه پر پاکستاني مېډیا ولاړه ده او بل دا چي د مختلفو سیاسي او ذاتي مصلحتونو له مخې دا طبقه قامي فریضه نه تر سره کوي بلکې صرف ځان ځای کوي.

چي دا ټول څه پردي شي. پښتون ته به څه پاتې شي، خودکشي او که د حالاتو سره د سیالۍ یو بل متبادل؟؟؟

افغانستان ته به مو سترګې اوښتې، خو هغه هم په داسي حالت کي نه دی چي د سر بقاء مو پرې یقیني شي. خو دا یوه ښه اسره اوسهاره ضرور ده. ځکه چي د محکومو پښتنو د خلاصون لمر که هر کله وي هم د لوی افغانستان نه به راخېژي.

khanzamankakar.kakar@gmail.com

.