کور / راپور / جلالکوټ: د محمد امين ملنګ جان په درنښت غونډه پيل شوه

جلالکوټ: د محمد امين ملنګ جان په درنښت غونډه پيل شوه

له جلالکوټ څخه د scprd.com خبريال نصير مومند، چې د مومند د خپرندويه ټولنې مشر هم دى څرگنده کړې، چې د محمد امين ملنگ جان په درنښت غونډه د سهار په نهه بجو پيل شوې ، چې د پرانستې وينا ورته د اطلاعاتو کلتور ر ييس اورنگ صميم وکړه . غونډه کې د ملنگ جان خواښوږو ، ليکوالو او شاعرانو د ملنگ جان هېوادني او ملي ارزښتونه په ډاگه کړل ، چې دفرهنگي خواښوږې يادونه يې روانه ده .غونډه د اطلاعاتو کلتوردرياست او ملنگ جان فرهنگي ټولنې په نوښت رابلل شوې ده .
قتيل صاحب غونډې ته لاندې شعر ډالۍ کړې، چې په خپل غږ يې اورولئ دئ :


قتيل خوږياڼى


ملنگ!


قرباني شوې د وطن له نامه و ننگه
د هېواد د آزادۍ پسې ملنگه
يو آزاد پښتونستان دې ستر ارمان و
دا ارمان لکه ايمان درباندې گران و
ته په قدر باندې پوه د آزادۍ وې
ته مين د خپل هېواد په خپلواکۍ وې
ته د سيند په غاړه تږى د اوبو وې
په دښتو کې د باغونو په ارزو وې
ته شاکي وې له ستم د ظالمانو
له “بستو” پوره کولو د “خانانو”
تا خاين او رشوت خور هميش غندلى
تا يې مخ لکه تبۍ دى تور گڼلى
ترانه دې وه تېره له هره شرنگه
د هېوادد آزادۍ پسې ملنگه
د وحدت او ورورولۍ پسې ليواله
د بېوزلو بزگرانو انډيواله
ترانه دې چې پرې بده لگېدله
نو لارۍ يې په باندې واړوله
شاعر زړه دې ځوانيمرگ شو لته بند کې
او ((خوږې نغمې)) دې پاتې شوې په خوند کې
هغه زړه چې پرې د غم د پاسه غم و
د بېوزلو بدمرغي پرې لوى ماتم و
خپلو وينو کې له ظلمه شټيدلو
شټيدلو کې له ټوپه پرېوتلو
راگوزار شوې سه بابا کې له گړنگه
د هېواد د آزادۍ پسې ملنگه
زړه دې ودريد خو نغمې دې نه سړيږي
ستا خوږې نغمې خپريږي لا توديږي
ستا ارزو به پوره کيږي ملنگ جانه
لر او بر سره يو کيږي ملنگ جانه
ظالم ورک شو د خاين ټغر ټوليږي
چې خاين وي دې هېواد کې نه ټينگيږي
په پښتو او پښتونواله تېر تر سر وې
د وطن د آزادۍ د لارې نر وې
دا دښتونه به باغونه شي گلونه
شي ورسر به د وطن ياغي سيندونه
که کوم وختې خلاصيدو له ظالم جنگه
د وطن د آزادۍ پسې ملنگه
د غريب ماشوم په شونډو کې غوغا ده
د خندا په ځاى په خوله کې يې ژړا ده
بدمرغۍ ده ورته غېږه پرانستلې
د سبا سترگه تور تم ته راختلې
کاش ژوندون درسره کړې څه وفا واى
چې ليدلې دې روا او ناروا واى
ترانې به دې واى ډکې له مستۍ نه
مالا مال به دې نغمې واى له خوښۍ نه
پوره شوى به دا ستا د زړه ارمان و
که ليدلى دې زمونږ بزگر خندان و
خداى به راکاندي نجات له هر نهنگه
د هېواد د آزادۍ پسې ملنگه
چا چې مونږه ژړولي يو ژړيږي
د وطن خرابوونکي خرابيږي
هر زلمى به پيره دار د خپل وطن وي
هر سپاهي به څوکيدار د خپل وطن وي
چې په مونږ باندې جگړه ده چا تپلې
مونږ هغه ته هره لاره ده نيولې
چې وطن ته مې بد گوري محوه کيږي
چې ناموس د هېواد پلوري نو شرميږي
زه قتيل په غليم تندر د اسمان يم
چې هستۍ ته مې بد گوري پرې توفان يم
مونږ خپلواک وطن ساتلى له پرنگه
د هېواد په آزادۍ پسې ملنگه