نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د جون د میاشتې ۲۳ نیټه
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن د انتخاباتو د روان بهیر، امنیت او د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنوي لپاره د روانو هڅو ترڅنګ په بیلابیلو مطالبو کې د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره د امریکا د سفیر په لیدنو کتنو انتقادونه کړي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند د کابل ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په افغانستان کې د نړیوال بانک د مشرې په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې د نړیوالې ټولنې لخوا پخپل سر د مرستو لګول د دولت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د هغې دا وینا هم راخستې، چې د ظرفیتونو ټیټوالې نور ددې پلمه نشي کیداې ، چې پر افغان دولت دې سترګې پټې شي.
ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د زعفرانو په کښت تبصره کړې او له دولت نه يې غوښتې دي، چې د زعفرانو د کښت د پراختیا لپاره ، چې د کوکنارو بدیل دې زیاتې هڅې وکړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره د امریکا د سفیر لیده کاته ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې ددغو لیدنو کتنو هدف څه دې؟
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم د امریکا په سفیر دا انتقاد کړې دې، چې د خپل ډیپلوماټیک ماموریت نه جلا په منظمه توګه د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره ګوري.
ورخپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې تراوسه پورې د نړۍ په هیڅ یو هیواد کې ندي لیدل شوي، چې د کوم هیواد سفیر دې له کاندیدانو سره منظمې لیدنې ولري.
ورځپاڼې په یو بل مطلب د افغانستان په اړه روان سیاستونه څیړلي او سپارښتنه يې کړې، چې هر سیاست باید د هیواد په ملي ګټو ولاړ وي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د علماو د شورا د اعلامیې د ملاتړ ترڅنګ لیکلي دي، چې د افغانستان راتلونکې مشر باید یو استفاده جو کس نه وي او د هیواد ملي ګټو ته ژمن وي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په هیواد کې روانو انتخاباتي سیالیو ته په اشارې لیکلي دي، چې له ډاکټر عبداله څخه د عطا محمد نور له ملاتړ وروسته د کرزي دریځ کمزورې شوې دې.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د ځینو کاندیدانو مالي ستونزو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې یو شمیر کاندیدان له مفلسۍ نه شکایت کوي.
افغانستان ټایمز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د هوايي ځواک د کارولو په اړه د امریکايي ځواکونو د نوي قومندان په څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې د هوايي حملو په احتیاط سره تر سره کول د عامه خلکو د مرګ ژوبلې کچه ټیټوي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام ددغه قومندان په حواله لیکلي دي، چې هوايي ځواک به یوازې هغه مهال کارول کیږي، چې افغان او نړیوال ځواکونه د بایللو په حال کې وي.
ورځپاڼې پخپله ننني کارټون کې له افغانستان سره کیدونکې نړیوالې مرستې انځور کړي، چې پکې دا ښودل شوې، چې د نړیوالو لخوا د مرستو ویش اغیزناک ندې.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې لیکليدي، چې د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره د امریکا د سفیر لیدنې کتنې د افغانستان سیاسي حاکمیت تر پوښتنې لاندې وړي.
خو اصلاح بیا په هیواد کې د غنمو د بیې په ټیټیدو تبصره کړې او پدې ترڅ کې د بزګرانو اندیښنې راخستي دي.
اراده:
دې خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي دي، چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د نیټې له نږدې کیدو سره امنیتي ګواښونه او بهرنۍ لاس وهنې هم مخ پر زیاتیدو دي.
ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې دړ بهرنیو سرتیرو د زیاتولو مسله راخستې او لیکلي دي، چې له دې سره باید امنیت ټینګ او د عامه خلکو مرګ ژوبله پاې ته ورسیږي.
ورځپاڼې د ایران د انتخاباتو د انتایجو په سر پورته شویو لانجو ته په اشارې لیکلي دي، چې میر حسین موسوي د ایران د نا بللي انقلاب اتل شوې دې.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو فعالیتونه څیړلي او لیکلي دي، چې ملا عمر اوس غواړي، چې د عملیاتو کنټرول پخپل لاس کې واخلي.
دې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د مفلیسو کاندیدانو حالت ته کتنه کړې او ددوې په حواله يې لیکلي دي، چې دوې ددې لپاره د بریالي کیدو چانس نلري، چې خلکو ته ډوډۍ نشي ورکولې.
ورځپاڼې په ایران کې له انتخاباتو وروسته پورته شویو لانجې او حالات له زرغون انقلاب سره تشبیح کړې دې.