کور / تازه خبرونه / جیمز جونز : د امریکا د سفیر کتنې د ستراتیژۍ برخه ده.

جیمز جونز : د امریکا د سفیر کتنې د ستراتیژۍ برخه ده.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما امنیتي سلاکار جیمز جونز نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ولسمشرۍ له نوماندو په کابل کې د امریکا د سفیر کارل ایکنبیري لیدنې کتنې د ستراتیژۍ برخه ده او هغه باید د اوباما فرمانونه عملي کړي.
جیمز جونز وویل امریکا په افغانستان کې له شفافه ټاکنو نه ملاتړ کوي، هغه وویل سفیر ایکنبیري ښه پوهیږي چې څنګه له نوماندو سره وګوري او په کومو موضوعاتو ورسره بحث وکړي.
جیمز جونز په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی او نن یې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له مشر سره یو ځای خبري کنفرانس ورکړی، د بل خبر له مخې هغه د شمالي ټلوالې د غړي او د ولسمشرۍ له کاندید عبدالله عبدالله سره کتلي.
د اندېښنې وړ دا ده چې ولې امریکايي چارواکي له هغو کاندیدانو سره ویني چې ددې هیواد په ورانۍ کې لوی لاس دی او د ورانۍ له یوه اړخ سره تړاوو لري.