کور / تازه خبرونه / تهران: ملګري ملتونه د زورورو ملګرى کوي

تهران: ملګري ملتونه د زورورو ملګرى کوي

 

د اېران حکومت د ملګرو ملتونو عمومي منشي د زورورو هيوادونو په ملاتړ تورن کړ.

د اېران د بهرنيو چارو وزير حسن قشقاوي وايي بانکي مون د امريکا او نورو هيوادونو په ملګرۍ کي د بې طرفۍ تر نامه لاندي د اېران په چارو کي لاسوهنه اوکوي.

د اېران حکومت له تېرو دوو اونيو راهيسي د ميرحسين موسوي په ملاتړ د نړۍ د زياترو هيوادونو تر فشار لاندي دئ، چي په انتخاباتو کي يې درغلي کړې ده.

نيژدې دوې اونۍ وړاندي د اېران د جمهوري رياست انتخابات ترسره سول، چي برحال ولسمشر محمود احمدي نژاد د رايو په اکثريت وګټل، خو د هغه سيال مير حسين موسوي حکومت په درغلي تورن کړ، مظاهرو ته يې اوږه ورکړه او له حکومت څخه د دوهم وار انتخاباتو غوښتنه کوي.

د اېران د بهرنيو چارو مرستيال حسن قشقاوي په دولتي ټلوېزون کي ملګري ملتون د امريکا په ملاتړ تورن کړل او وايې بانکي مون بېله دې چي پر موضوع فکر وکړي، د امريکا په اشاره د اېران پر حکومت بېځايه تورونه لګوي، او زياتوي چي د ښاغلي مون دا ډول خبري د ملګرو ملتونو بې طرفي تر پوښتنو لاندي راوستلې ده.