کور / تازه خبرونه / بلجيم: لومړنۍ باحجابه مېرمن پارلمان ته ننوته

بلجيم: لومړنۍ باحجابه مېرمن پارلمان ته ننوته


د بلجيم پارلمان ته په لومړي ځل يوې باحجابي مېرمني د غړي په توګه لاره پيدا کړه.


شپږ ويشت کلنه ماه نور د بلجيم د پارلمان د نورو غړو او ميډيا له تخريب سره سره پر دې وتوانېده چي د خلګو رايي ترلاسه کړي او پارلمان ته ننوزي.


ترک نژاده مسلمانه ماه نور وايي دا له ١٤ کلنۍ راهيسي پوړنى پر سروي او په دغه هيواد کي له پوړني او حجاب سره مخالفت او بحثونو دا دې ته اړه کړه چي سياست ته مخه کړي.  


د يادوني وړ ده چي د اروپا د نورو هيوادونو په شان د بلجيم په تعليمي او دولتي ادارو کي حجاب او د پوړني پر سرول منع دي.


په لوېديځو مطبوعاتو کي آغلې ماه نور عيسوۍ ښودل سوې ده، خو په بلجيم کي د لر او بر همکار د هغې د مسلمانۍ پخلى وکړ.