اسټراليا ته تلونکي ٢١ تنه افغانان ونيول سول

34 | جون 25th, 2009



د لوېديځ لمبوک پوليسو د ښار په يوه هوټل کي ٢١ تنه ناقانونه افغان کډوال ونيول.


چارواکي وايي دغه کسان ټول د چارشنبې په شپه د لينګسر ولسوالۍ په يوه هوټل کي نيول سوي دي.


د پوليسو په وينا نيول سوي کسان يو هم پاسپورټ نه لري او دوى ته يې فقط د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR له خوا ورکړل سوي کارډونه ښودلي دي.


نيول سويو کسانو ويلي چي دوى د انډونيزيا له پلازمېني جاکارتا څخه هلته ورغلي او وروستۍ منزل يې اسټراليا وه، چي هلته پناه واخلي.

Copyright Larawbar 2007-2024