کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: ٤٢١ کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې سوې

پښتونخوا: ٤٢١ کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې سوې

د پښتونخوا ايالتي حکومت وايي د سوات او بونير په سوونو بېځايه سوي کورنۍ بيرته خپلو سيمو ته ستنې سوې دي.

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مياه افتخار حسين وويل د بونير او سوات ٤٢١ کورنۍ په سيمه کي د عملياتو تر پاى ته رسېدو وروسته بيرته خپلو سيمو ته ستنې سوي دي، چي د سلطان واس په سيمه کي کمپ ورته جوړ سوئ او هلته ځاى پر ځاى سوي دي.

د مياه افتخار په وينا د بونير ولسوالۍ په ځينو سيمو کي اوس هم د پوځ عمليات روان دي، چي سيمي له طالبانو څخه پاکي کړي.

د سوات او بونير ځينو سيمو ته د کډوالو بيرته ستنېدل که له يوې خوا د خوښۍ زېرئ دئ، خو په جنوبي وزيرستان کي د پاکستاني پوځ د عملياتو تر پيلېدا وروسته د جنوبي وزيرستان ٣٣٠٠٠ کسان ټانک، بنو او ډيره اسماعيل خان ته کډوال سوي دي.

په سوات او بونير کي د حکومت او طالبانو ترمنځ د جنګونو له امله دوه نيم ميليونه کسان له خپلو مېنو بېځايه سوي ول، چي د نړۍ په تاريخ کي د يوې سيمي څخه پر يوه وخت د بېځايه کېدو تر ټولو غټ رقم وو.