کور / تازه خبرونه / دوه وزيران د فساد له امله په بند محکوم سول

دوه وزيران د فساد له امله په بند محکوم سول

 

د اسرائيلو حکومت دوه پخواني وزيران په بند محکوم کړل.

د رپوټونو له مخي د اسرائيلو د ماليې پخوانى وزير براهم هيشان د خپلي دندي پر مهال يوه تجارتي شرکت ته د فنډ وروکولو په معامله کي پنځه لکه ډالره خورد و بورد کړى و چي له امله يې د محکمې له خوا په پنځه کاله بند محکوم سو.

همدا راز د شيلومابرنازالي په نوم يو بل وزير د رشوت اخيستلو په تور په څلور کاله بند محکوم سوئ دئ.  

د اسرائيلو د ماليې وزير ته د يو لک ډالرو پر سر يو کال بند ټاکل سوئ، که د افغانستان حکومت له دې معيار څخه کار واخلي ښايي د کرزي د کابينې يو وزير چي په کندهار کي د ولايت پر مهال د برېښنا په يوه پروژه کي د اووه ميليونه ډالرو په غلا تورن دئ، په ٧٠ کاله بند محکوم سي.