کور / تازه خبرونه / چين: د رېل ګاډو د ټکر له امله ۶۰ تنه ژوبل او ۳ وژل سوي دي

چين: د رېل ګاډو د ټکر له امله ۶۰ تنه ژوبل او ۳ وژل سوي دي

د چين د شينخواخبري اژانس د خبر له مخي د چين په مرکزي ولايت هومن کښي نن پر ځايي وخت دوې نيمي بجې د دوو رېل ګاډو د ټکرکېدو له امله ۳ تنه وژل سوي، تر۶۰ پوري ټپيان او د رېل ګاډو سړک ته  ورنژدې ودانۍ هم څه ناڅه وېجاړي سوي دي .


د سيمي د رېل ګاډو تم ځای د بندېدو له امله د زرګونو تنو مسافرو د انتقال دپاره تر ۵۰ زيات بسونه سيمي ته استول سوي چي د چارواکو په وينا تراوسه يې د ۲۶ بسونو پذريعه ګانډونګ ولايت ته د نژدې زرو کسانو د انتقال اسانتيا برابره کړې ده .


د رېل ګاډود يو رسمي مامور په وينا د ټکر د رامنځته کېدلو د علت موندلو دپاره يې خپلي پلټني پېل کړي چي د پيښي د نژدې څارلو په موخه سيمي ته د رېل ګاډو اړوند وزير (ليو زايون) هم رسېدلئ دئ .


د شينخوااژانس په وينا په سيمه کښي د برېښنا مزي شکېدلي او ټولو رسمي مقاماتواو د روغتونونو په ګډون پوليسو ته هم د ټيليفون اړيکه جواب نه ورکوي .


تېر کال هم په يوې ورته پېښه کښي په سلګونو تنه ټپيان او نژدې ۷۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړئ وو چي تر ۹۷ کال تر ورتي پيښي را وروسته يې زياته مرګژوبله لرل .