کور / تازه خبرونه / اشرف غني: د کرزي په ټاټوبي کښي يې د کمپاين مخ ډب کيږي

اشرف غني: د کرزي په ټاټوبي کښي يې د کمپاين مخ ډب کيږي

د افغانستان د راتلونکي ولسمشريز پوست ته کانديد اشرف غني احمدزي د مطبوعاتي دفتر څخه په يوې خپره سوي انګليسي اعلاميه کښي ادعا سوې ده چي د کرزي په ټاټوبي(کندهار) کښي يې دسياسي  مخاليفينو له لوري د دوی د انتخاباتي کمپاين مخه ډب کيږي، انتخاباتي پوسټرونه او لوحې يې په تیزابو او رنګ ککړي کيږي او يابيخي له منځه څخه وړل کيږي .


په اعلاميه کښي دې ته هم اشاره سوې چي ولي د کندهار ښاروالۍ له خواد اراکوزيا افغان اعلاناتو شرکت ته چي د دوی د کمپاين يوه برخه پر مخ بيايي؛ په يو اخطاريه مکتوب کښي د نوموړي شرکت د کار د بې کيفايتۍ او ښاروالۍ ته يې د اړوند محصول د نه تحويلۍ له امله د ښار د واټونو او څلورو لارو څخه د خپلواعلاناتي لوحو د ليري کولو خبرداری ورکړل سوئ؛ پداسي حال کښي چي دنوموړي شرکت له لوري هم دکندهار ښاروالۍ د املاکو مديريت ته د يوځوابي ليک په ترڅ کښي چي يوه کاپي يې لراوبر ته هم رالېږل سوېده؛ويل سوي چي ښاروالي يې په وړاندي شخصي تضاد غوره کړئ او غوښتنه يې کړې چي ښاروالي دي اړونده موضوع د څارنوالۍاو محکمې له لاري ورسره  حل او فصل کړي .


د اشرف غني احمدزي مطبوعاتي دفتر دا په کندهار کښي ددوي د انتخاباتي کمپاين په وړاندي د حامد کرزي سياسي تخريب بللئ دئ اوغوښتنه يې کړې ده چي له دغي قضيې سره ارتباط لرونکي ټول اړوند دولتي او غير دولتي ارګانونه بايد خپل سریع عمل اجراء کړي او نور دي د کندهار ښاروالۍ له  دغسي جرمونو او تشنج خلقولو څخه منع کړل سي او همدارنګه يې غوښتي دي چي د دوی مالي او معنوي زیان دي هم جبران کړل سي . 


اشرف غني احمدزی چي د ولسمشر حامد کرزي يوله فعالو سيالانو څخه ګڼل کيږي په دې وروستيو کښي حامد کرزي ته د مناظرې چلنج هم ورکړئ وو خوبل خوا ته که څه هم اشرف غني د بل چا په ګټه دځان تېرېدل رد کړي دي خو د ناتاييد کړل سوي راپورونو له مخي احتمال شته دئ چي اشرف غني احمدزی او دشمال د ملي جبهې کانديد عبدالله عبدالله به د يو بل د پلان او پروګرامونو د ورته له مخي د کرزي په وړاندي د يو بل په ګټه يو بل ته سره تېر سي .