کور / تازه خبرونه / توريالى ويسا: د کندهار د پېښي عاملين ونيول سول

توريالى ويسا: د کندهار د پېښي عاملين ونيول سول

د کندهار چارواکي وايي هغه ٤١ کسان يې نيولي دي چي نن يې د دغه ولايت امنيه قومندان او جنايي مدير له خپلو اتو ملګرو سره په يوه نښته کي ووژل.


د کندهار والي توريالي ويسا د دوشنبې په  ماځيګر په يوه خبري کنفرانس کي وويل پوليسو ټول ٤١ کسان چي د نن ورځي په نښته کي يې لاس درلود نيولي او کابل ته د تحقيقاتو دپاره لېږلي دي.


والي توريالي ويسا وويل دغه کسانو چي د امريکايي سپېشل فورس په يوه شخصي امنيتي کمپنۍ پوري اړه لري، په ناقانونه توګه يې له خپله واکه استفاده کړې او بېله دې چي د ولايت مقام، پوليس او استخبارات په جريان کي واچوي، پر يوه دولتي رسمي اداره باندي يې حمله کړې او د لوړ پوړو امنيتي چارواکو په ګډون يې ١٠ کسان وژلي دي.


تر دې دمخه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کندهار پېښه غندلې او د امريکايي پوځيانو څخه يې غوښتي وو چي د پېښي عاملين دولت ته تسليم کړي.


ولسمشر کرزي د دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست ته امر کړى چي د پېښي په اړه تحقيقات وکړي.


د کندهار چارواکي وايي هغه کسان چي پر مرافعه څارنوالي يې حمله کړې ټول نيولي او کابل ته لېږلي دي.


د کندهار امنيه قومندان مطيع الله قاطع جنايي مدير عبدالخالق همدرد او ورسره پوليس يې د دوشنبې په غرمه ١١ بجې هغه مهال د کندهار په مرافعه څارنوالي کي ووژل سول، چي د يوه بندي پر سر يې له خارجي قواوو سره جنجال رامنځته سو.


راپورونه وايي د طالبانو د مشر ملامحمدعمر په کور کي مېشتو امريکايي ځانګړو ځواکونو او د هغوى روزول شويو افغان ساتونکو د کندهار پر مرافعه څارنوالي د يوه بندي د وړلو په نيت حمله وکړه، چي څارنوالۍ له پوليسو څخه مرسته وغوښته او د دواړو اړخونو ترمنځ اخ و ډب پېښ سو، چي له امله يې د امنيه قومندان او جنايي مدير په ګډون ١٠ پوليس ووژل سول.


د وشنبې په سهار د کندهار په هرات دروازه کي د ملي پوځيانو او پوليسو ترمنځ هم يوه شخړه رامنځته سوې وه چي د ښاريانو په وينا دوه پوليس پکښي وژل سوي وو.


د نن ورځي دوو پرله پسې نښتو د دې ښار اوسېدونکي له وارخطايي سره مخ کړل او په ښار کي اوضاع غير عادي او د ښار اکثره دکانونه تړلي او واټونه تر پېښي څو ساعته وروسته هم له ګڼي ګوڼي خالي وو.


په تېرو څو کلونو کي د طالبانو له خوا د دولتي لوړ پوړو چارواکو له وژنو او ترورونو سره عام خلګ يو ډول عادي سوي دي، خو دا لومړى ځل دئ چي د دولت د امنيتي قواوو او خارجيانو ترمنځ جګړه کي لوړ پوړي امنيتي چارواکي وژل کېږي.


د کندهار ولايتي مقاماتو که څه هم د نننۍ پېښي مسئوليت د امريکايي ځواکونو د يوې شخصي افغان امنيتي کمپنۍ پر غاړه اچولى دئ، خو تر دې دمخه په نړيوالو رسنيو کي د عيني شاهدانو په حواله داسي خبرونه خپاره سوي وو، چي ګنې امنيه قومندان او جنايي مدير د امريکايي سپېشل فورس له خوا تر نيژدې نيم ساعت مخامخ خبرو وروسته په يوه خونه کي وژل سوي دي.


په کابل کي مېشت د امريکايي پوځيانو وياند د امريکايي پوځيانو په حضور کي دغه نښته تائېد کړې، خو په شخړه کي يې د خپلو پوځيانو له لاس لرلو څخه نه انکار کړئ او نه يې تائېد کړي دي.


د کندهار د امنيې قومندانۍ يو آفسر وايي که دولت د نن ورځي د دواړو پېښو عاملينو ته سزا ورنکړي او يادي سوي پېښي جدي ونه پلټي، له يوې خوا به ولس نور هم پر ځان بې باوره کړي او له بلي خوا به د هغو پوليسو روحيات وځپي چي د قانون د حاکميت دپاره هلي ځلي کوي.