کور / تازه خبرونه / صوبه پختونخوا: ژورنالستانوته امدادي چيکونه تقسيم شول

صوبه پختونخوا: ژورنالستانوته امدادي چيکونه تقسيم شول



 

د جون ٢٩مه کال ٢٠٠٩ء
وزيراعلی سيکرټرېټ
صوبه پختونخوا ـ پېښور

 


وزيراعلی ښاغلي اميرحېدرخان نن په وزيراعلی هاوس پېښور کښې د مالاکنډ په ستونزه کښې بې کوره شوو ژورنالستو کښې امدادي چيکونه تقسيم کړل ـ په دې موقعه ٢٢٧ صحافيانو ته د ٦٨ لکهو نه د زيات ارزښت چيکونه ورکړل شو ـ



په دا موقعه وزيراعلی دوۍ ته په خپله وېنا کښې وئيل چې د مالاکنډ د متاثرينو بېرته د لېږلو د اعلان نه اګاهو مونږ په دغه سيمو کښې د بنيادي انساني سهولتونو ، د ګړنده نتظامي اؤ عدالتي نظام په حقله اقدامات او په تېره تېره په دغه سيمو کښې د امنيت د پاره په بشپړه توګه اقداماتو کښې بوخت يو ـ په دې هيله چې خلق بېرته خپلو کورونو ته لاړ شي نو چې د ژوند عمومي اسانتياوې ورته موجودې وي ـ



ده وئيل چې متاثرين به زر خپلو کورونو ته په عزت اؤ سلامتيا سره د ستېدلو زېرے واوري ـ ولې و دا واپسي به وار په وار کيږي او په دې کار کښې به ددغه سيمو عوامي نمائيندګان او سياسي مشران خپله اخلي ـ دې غونډې ته د صوبې د اطلاعاتو وزير ښاغلي ميا افتخارحسېن اؤ د پېښور پرېس کلب صدر ښاغلي شميم شاهد هم وېناوې اوکړې ـ په دې غونډه کښې د دوۍ نه علاوه د صوبې وزيران ، د اسمبلۍ غړي اؤ ګڼ شمېر ژورنالست هم ناست وو ـ




وزيراعلی وئيل چې کډوال وروڼه بې کوره شوي ضرور دي ولې بې وطنه شوي نه دي ـ داټوله سيمه د پختونخوا سيمه ده ـ د وطن او قام له پاره خپل کورونه پرېښودونکي وروڼه دې يقين اوساتي چې ددوۍ د آزمائش زيات تر وخت تېر شوے دے اود کړاؤ لږ مزل پاتې شوېدے ـ ددوۍ ددې قربانۍ برکت دے چې انشاء الله ډېر زر به په سيمه کښې امنيت دوامي شي ـ اؤ مونږ به ترقۍ پله ګامونه چوتول پئيل کړو ـ



ښاغلي اميرحېدرخان هوتي د پختونخوا د هغه کوربنو ستائينه اوکړله چاچې خپلو وروڼو ته د خپلو زړونو اؤ کورونو تمبې پرانيستې ساتلي دي ـ اؤ ددوۍ په مېلمستوب کښې ئې هيڅ کمے نه دے راوستلے نه ئی ورته په خپلو تندو کښې ګونجے راوستلے دے ـ ده زياته کړه چې که د پختونخوا د مختلفو ضلعو د اولس مرسته اؤ ملګېرتياوې نه وې نو شايد چې ددومره زياتو متاثرينو سنبالښت او ددوۍ پالنه به صوبائي حکومت ته ګرانه پرېوتې وه ـ وزيراعلی د دې پښتونولۍ د دود ستائينه اوکړله ـ ده وئيل چې مرکزي حکومت ، نورو صوبائي حکومتونو ، د خېرښېګړې ادارو، اين جي اوګانو اؤ غېرملکي حکومتونو هم په دې حقله مونږ سره ډېر کمک کړے دے او مونږ ددوۍ ټولو د زړه د تله مننه کوو ـ




ده وئيل چې ددې حقيقتونو باوجود چې د ريليف کار په ښه توګه شوے دے ، بيا هم د بې کوره خلقودبيا آبادي اؤ د بيا ودانۍ مهمې مرحلې لا پاتې دي اؤ ددې د پاره مونږ لنډ وختي اؤ د اوږدې مودې منصوبه بندۍ کړي دي ـ د سم لاسي منصوبو لپاره خو مو پېسې هم ايښودي دي ـ دوۍ وئيل چې په مالاکنډ ډويژن کښې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره کوټلي ګامونو اوچتولو کښې بوخت يو اؤ ددې غرض لپاره په دغه سيمه کښې د پوليس څوکو اؤ تحصيلونو شمېره زياتوو ـ بهترين سرکاري افسران به مالاکنډ ته ليږل کيږي اؤد نظام عدل عملي نفاذ به دوامي کيږي ـ د نظام عدل لپاره د مالاکنډ خلقو ډېرې ستړې تېرې کړي دي اؤ دا ددوۍ جائزه اؤ پخوانۍ مطالبه وه ـ مونږ په د اولس دې خواهش ته ارومرو درناوے ورکوو ـ دوۍ زياته کړه چې کچرې د نظام عدل خبره مونږ د ټوپکمارو سره کړے وے نو اوس به مونږ ددې نه ځکه په شا شوي وو چې دغه اورپک خو اوس خپله د سرپټولو ځائې نه مومي ـ ددغه خلقو ملا ماته شوې ده ـ ولې مونږ د مالاکنډ د اولس رائې ته درناوے ورکړے دے اؤ په خپله خبره به ولاړ يو ـ



ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيل چې د مالاکنډ غټ ښارونه ، کلي ،ددې جرنيلي سرکونه او لوئې لارې د شورشيانو نه پاک کړل شوي دي اؤ اوس دغه کسان په ټولګو ټولګو کښې وړو وړو کلو بانډو ته روان دي ، په دې هيله چې چرته کښې ساه واخلي اؤ خپل ناوړه کارونه بيا شورو کولو لپاره ځانونه منظم کړل شي ولې مونږ به د اولس په مرسته سره دوۍ دې ته پرې نه ږدو ـ دوۍ تمه ښکاره کړه چې مقامي اولس به دا قسم خلق خپل مېنځ ته پرې نه ږدي اؤ نه به ورته لاره ورکوي ـ دوۍ وئيل چې ددې غرض لپاره چې په دې عمل کښې دې اولس هم شريک اوساتل شي ، مونږ د کېمونټي پوليسنګ يوه منصوبه تېاره کړې ده چې اووه زره کسان به پکښې د اولس نه اخيستل کيږي ـ او په دوۍ کښې به هر يو تن ته هره مياشت لس زره روپۍ مشاهره اؤ وسله ورکول کيږي ـ دا خلق به د خپل پوليس اسټېشن سره تړلي وي اؤ داسې کسان به د خپلې علاقې نمائينده جرګې ټاکي ـ دوۍ په ډاګه کړه چې داسې قسم بهرتۍ به د هرقسم سياسي مداخلت نه پاکې وي ـ ددې سره يو داسې ځانګړے فورس هم جوړيږي چې پخواني فوځيان به پکښې اخيستل کيږي اؤ دا شمېره به دوه نيم زره کسان وي ـ ده وئيل چې ددې هرڅه سره سره په مالاکنډ کښې به د پوليسو په نفرۍ کښې هم يو په دوه زياتوالے راوستل شي ـ


ښاغلي وزيراعلی په دې موقعه د مېډيا سره د تړلو کسانو په دې هم ستائينه اوکړه چې د شرخوښو کسانو د شورش اؤ اړي ګړي په دا حال کښې دوۍ په ورېدلو ګولو کښې خپل فرض په ښه توګه ادا کړے دے اؤ خلق ئې خبر ساتلے دے ـ دوۍ وئيل چې د حکومت له اړخه د صحافيانو سره د کمک دا اولنے اقدام ضرور دے ولې اخرنے دې نه بلل کيږي اؤ د بې کوره شوو صحافيانو مرسته به دوامي ساتل کيږي ـ دوۍ وئيل چې په مالاکنډ کښې د داسې شورش کښې د هر مکتب فکر خلق متاثره شوي دي ، د سيکورټي فورسز ځوانان ، سياستدانان اؤ عوامي نمائيندګان ، د قلم خاوندان هم په دې کښې د عام خلقو سره شامل دي ـ دوۍ په اخره کښې وئيل چې ژوندي قامونه تل د داسې کړکېچونو مقابله په ډېره نره اؤ صبر او زغم سره کوي اؤ کامراني مومي ـ