کور / تازه خبرونه / اېران: د رايو په شمېرلو کي درغلي نه وه سوې

اېران: د رايو په شمېرلو کي درغلي نه وه سوې

 

د اېران د انتخاباتو کمېسون د مخالفو کاندايدانو هغه نيوکي رد کړې چي د رايو په شمېرلو کي درغلي سوې وه.

د انتخاباتو کمېسون ويلي چي لس فيصده رايي له سره شمارلې او په هغو کي د درغلى هيڅ څرک نه دئ لګېدلى، او محمود احمدي نژاد د اېران قانوني ولسمشر دئ.

د جون پر ١٢ – مه په اېران کي د جمهوري رياست انتخابات ترسره سول چي اوسني ولسمشر احمدي نژاد ٦٤ فيصده رايي پکښي وګټلې، خو مخالفو کانديدانو يې چي ميرحسين موسوي يې مشري کوله پر احمدي نژاد د درغليو تور لګاوه او په مظاهرو يې لاس پوري کړ.

په اېران کي اوس هم مظاهرې رواني دي او د موسوي پلويان د بيا انتخاباتو غوښتنه کوي.

د يادوني وړ ده چي تر دې دمخه د اېران د نګهبان شورا هم د احمدي نژاد برى تائېد کړى وو.

د اېران دولتي ټلوېزون تېره اونۍ اعلان وکړ چي احمدي نژاد به د جون له ٢٧ څخه د جولاى تر ١٩ – مي پوري خپل نوى حکومت اعلان کړي.