کور / شعر / لر او بر

لر او بر


مومند بابا ادبي بهير – لرغونى بلخ



خدايه يو ځاى كړې يو ځل بيا لر او بر
قسم دى ژوند مې دى همدا لر او بر
 
نن يې موركۍ ورته سلګو كې ويل
زويه ګټې به د بابا لر او بر


دا څه د نوي ژوند كيسه خو نه ده
وجود مې خور دى ډېر پخوا لر او بر


غريب خو نه يم چې د نورو اورم
زما سندره ده زما لر او بر