کور / تازه خبرونه / اېټاليا: په ريل ګاډۍ کي ١٠ کسه مړه او ٥٠ زخميان سول

اېټاليا: په ريل ګاډۍ کي ١٠ کسه مړه او ٥٠ زخميان سول


په اېټاليا کي د يوې ريل ګاډۍ د چپه کېدو له امله ١٠ تنه وژل سوي او ٥٠ نور زخميان سوي دي.


پېښه هغه وخت رامنځته سوې چي يوه بار وړونکې ريل ګاډۍ له خپل پټلي څخه اوښتې او وروسته يې اور اخيستئ دئ.

د چارواکو په وينا دغه ريل ګاډۍ چي د ګيس په ذريعه چلېده تر چپه کېدو وروسته غټه چاودنه پکښي سوې او اوروسته يې اور اخيستئ دئ چي له کبله يې په شاوخوا سيمه کي هم لګېدلى دئ.

د پوليسو اداره وايي شايد د مړو شمېره تر دې ځکه ډېره سي چي ډاکټرانو د ځينو زخميانو حالت نازک ښودلئ دئ.