کور / تازه خبرونه / بغلان ١٥ طالبان او دوه پوليس وژل سوي دي

بغلان ١٥ طالبان او دوه پوليس وژل سوي دي

د بغلان چارواکي وايي په دغه ولايت کي د ١٥ وسله والو په ګډون ١٧ تنه وژل سوي دي.

د بغلان امنيه قومندان عبدالرحمان سيدخېل وايي دغه مرګ ژوبله وروسته له هغه واووښته چي د امنيتي پوليسو او طالبانو ترمنځ جنګ وموښتئ.

د سيدخېل په وينا جګړه د سې شنبې په سهار وختي د بغلان ولايت په کوک چينار سيمه رامنځته سوې ده، چي ١٥ وسله وال پکښي مړه او ١٣ ټپيان سول.

د نوموړي په وينا په دې پېښه کي دوه پوليس هم وژل سوي دي.