کور / تازه خبرونه / صوبه بلوچستان : قلات ته نژدې چاودني ۴ وژلي او ۳ ټپيان کړي

صوبه بلوچستان : قلات ته نژدې چاودني ۴ وژلي او ۳ ټپيان کړي

د بلوچستان ايالت د قلات ښارګوټي ته نژدې يوې چاودني څلورتنه وژلي او درې نوريې ټپي كړي دي .

د مالوماتو له مخي نن تر غرمه له مخه د بلوچستان ايالت د قلات ښار ته نژدې د سوراب په سيمه كې يوه درنه چاودنه سوې چي له امله يې څلور تنه وژل سوي او درې نور ټپي سوي دي .

د عيني شاهدينو په وينا چاودنه هغه مهال رامنځ ته سوه  چي كله د سوراب په سيمه كي د كوټي او كراچۍ پر لويه لاره په يوه پټرول پمپ كي ولاړ موټر كې ځاي پر ځاي سوي چاودونكي مواد وچاودېده .

هغوي وايي چي د چاودني زور دومره زيات و چې د نژدې ودانيو دېوالونو ته زيان ورساوه او ږغ يې تر بېخي لري ځايه واورېدل سو .

په پېښه كي د ټپي سويو كسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوى څوك چي دا مهال په روغتون كي تر تداوي لاندي دي .