کور / طنز / ښه شو چې بې آبه نشوم؟/طنز

ښه شو چې بې آبه نشوم؟/طنز


د یو ې بلي زور بازی ډلې خواته ورغلم هلته هم ګڼه ګوڼه وه د ټولو په منځ کې یو  چې له لیری ښکاریده د یوه بل پر اوږه سپور و او لکه د هندی فېلمو جاسوس  توره دریشي يې اغوستی وه، تورې اینکې يې په سترګو او توره شپو خولۍ يې پر تندي پرته وه   او بریتو نه يې لکه خورجین چې پر خره واچو ې ځړیدله او هغه لکه  د وړیو پهلوان  د بل په پښو دیخوا هاخوا ګرځېده  او په مایک  کې یې ویل:
زه فېدرالی غواړم  فېدرالی  ډیر پر مختللی نظام دی  دنړۍ ټوله پینځه سوه  پرمختللی هیوادونه لکه پاکستان ،  کراچي پشاوراوان لاهور ټوله فېدرالي  هیوادونه دی
 که دا وطن له پخوا  فېدرالي وای  نو ولې به  اوس دومرو خلکو ځا نونه کاندیدول  هر یو چې به  له مور ه خپه کیدی په  خپل  مملکت کې به يې ځان کاندید وه   او دهغه ځای  پاچا  به وای
د فېدرالي یوه ګټه داده    د بل ولایت خلک  هلته  نه پر یږدې که څوک په نابلدتیا هم ورشي هغوی  کولی شی  لکۍ يې ورغوټه کړی نو د یو ولایت خلک بل  ولایت  ته تلای نشي نو کاندیدول خو  يې  فها
په فېدرالی سیتم کې  ترور او سرور  نشته
ما خوب لیدلی دی  سل په سلو کې ډاډه یم پاچا کیږم نو د ګاونډیانو په برکت به  په افعانستان کې بل  ازبکستان ،  تاجکستان ، پښتونستا ن ، هزاره ستان ، نور ستان  او ګلستان  جوړ کړم
 زما ملا وتړئ  چې له افغانستانه دنیا جوړه کړم    نوک او ورۍ سره جلا کړم  اتفاق به په نفاق بدل کړم  بیله هغه هم  هغه نه لرو  نوځان به ترې خلاص کړو او لاس به تر ې ووینځو
زما مشر  وايي  که  په افغانانو  پالان کښیږدې سل منه بار وړی نو ولې يې بار نه کړو! ما مه  پریږدئ  چې واښه  مې تر پښو لاندې شنه شي  اوس ما د نفاق کيڼه پښه لکه ځينې کورنی حیوانانو پورته کړې ده نور کار يې لږ پاته دی
 راټول شویو خلکو یو بل ته بدبد  وکتله  او یو وار  الغاتلغا، اخ اوډب پيل  شو او لاس اوګریوان شوه یو بل ته ویل وځه دا زموږ هیواد دی    له دې  اله ګولې په لیدو مې سترګې له درده پټي کړې
 چې لږ ارامي شوه  سترګې مې  خلاصي کړې، اریان پاته شوم، سترګې مې وموښلې ، چې ښه ځیر شوم
تور کاندید لوڅ لغړ پر مځکه د کوټکو لاندې سپک سپانده ، غونج مونج   پروت وو  یو لاس يې  تر شا اوبل يې  تر مخی نیولی او اخ اخ نارې  يې وهلې
په خوله کې یې ژیړی اوبه ولاړی وې
خلکو یو بل ته ویل : دا ناروغ  او په زړه تور مخکې  له دې چې  زموږ لمنه پورته کړی  راځئ دهغه لمن پورته کړو
یو ه  لارغه وروسته هغه مخې ته او خلک سوټي په لاس  له  بازاره ووتل هغه  په  منډه کې په ژړا همدا ویل اخ  فېدرالی غواړم  اخ غواړم  اخ، اخ!
 هغه ځان په منډه منډه یو سفارت ته ورساوه او سفیر ته يې ویل:
 نژدې وو چې بې آبه شوی وای!
 هغه سر تر پایه له نظر  تیر کړل  او ورته يي وویل :
 هو ،ښه شو چې بې ابه نشوې!
ماله ځانه سره وویل:  ښه شو چې بې ابه نشو؟!!!!!