کور / تازه خبرونه / رحمان ملک: مولانا فضل الله زخمي دئ

رحمان ملک: مولانا فضل الله زخمي دئ

د پاکستان د کورنيو چارو سلاکار وزير رحمان ملک وايي د سوات د جنګياليو مشر سخت ټپي دئ.

رحمان ملک په لندن کي خبريالانو ته وويل د طالبانو دغه مشر څو ځله د پاکستاني پوځ له حملو څخه روغ ووتئ، خو په وروستۍ هغه کي سخت ټپي سوئ دي.

رحمان ملک وايي لندن ته يې له سفر څخه موخه دا ده چي له خپلو نورو ملګرو هيوادونو سره دا وڅېړي چي د سوات طالبانو ته پيسې او وسلې له کومي خوا ورځي.

تر دې دمخه رحمان ملک پر افغانستان تور لګولئ و چي قبايلي طالبانو ته له دغه هيواد څخه پيسې او وسلې رسېږي.

رحمان ملک يوه سوال ته په جواب کي فضل الله، بيت مسود، حکيم الله مسود، قاري حسن، مولانا فقيرمحمد او مولوي نذير ټول د يوې وني څانګي وبلل او وايي دوى طالبان نه ظالمان دي.

هغه وويل دغه ټول کسان دمخه په جنوبي وزيرستان کي وو، هلته يې واړه – واړه ګروپونه جوړ کړل او د پښتونخوا بېلابېلو سيمو خپاره سول، چي اوس له حکومت سره جنګېږي.