کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه

د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه

10 سرطان 1388

دننگرها ولایت دګوشتى ولسوالى د عبدالحميد مومند دليسى ودانى پرانستل شوه:
د ننګرهارولايت: نن دروان كال دچنگاښ دمياشتى په ۱۰ مه نيټه، دننګرهار ولايت د دګوشتى ولسوالى دعبدالحميد مومند دليسى دنوى ودانۍ دنوموړى ولايت دپوهنى رياست دمسئوولينو لخوا په داسى كى چى د دولتى ادارو يوشمير مسئوولينو، ښوونكو او زده كوونكو ګدون درلود دپتي په پريكولو سره پرانيستل شوه.

نوموړى تعمير په پاخه او اساسى ډول يو پوړكى  د ۶ جريبه دولتى ځمكه كى په دوو بلاكونو كى دولايتى بيا رغاونى تيم په مالي مرسته ديو سلو ۷۰ زره امريكايي دالرو په مجموعي لګښت د  ۸ مياشتو په موده كى جوړشوى، چى۱۶ درسى ټولكى ، ۸ ادارى خونى دوه حلقه څاه، ۲۰ تشنابه، داحاطى ديواراونورضرورى ملحقات لرى . 

ديادونى وړه ده چى په نوموړى ښوونځى كى اوس مهال ۲۰۰۰ تنه هلكان په زده كړه بوخت دى چى ددى تعميرونو په جوړيده سره دزده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشت والى له امله ليرى شى. 

تعمير ليسه ذکور سلطان رباط ولایت بامیان افتتاح و به بهره برداری سپرده شد:
ولایت بامیان: امروز 10 سرطان سال روان، تعمير لیسه ذکور سلطان رباط ولسوالی ورس ولایت بامیان توسط مسئوولین ریاست معارف و ولسوال منطقه در حالی که تعدادی از متنفذین قومی، استادان و شاگردان حضور داشتند  افتتاح و به بهره برداری سپرده شد.

تعمیر مکتب متذکره بصورت پخته و اساسی در یک طبقه در ساحه 2 جریب زمین به مصرف مجموعی یک صدو 20 هزار دالر امریکایی به کمک مالی موسسه پاملرنه  درمدت 11 ماه اعمار گردیده، که دارای 8 صنف درسی ،2 اتاق اداری، 2 تحویلخانه با سایر ملحقات ضروری آن می باشد.

گفتنی است که در مکتب متذکره به تعداد 646 تن شاگرد در یک وقت مصروف فرا گیری آموزش هستند که امور تدریس آنها توسط 18 تن معلم پیش برده میشود. 

دبادغيس ولايت دسواد زد ه كړى پرښوونكو او زده كوونكو خوراكى توكى وويشل شول:
بادغيس: د نړيوال خوراكى سازمان لخوا دبا دغيس ولايت دمركز مربوط دسواد زده كړى پر ښوونكو  اوزده كونكو باندې نن د چنګاښ په۱۰ مه خوراكي توكي وويشل شول.

په دغو خوراكي توكو كې غنم، غوړي، دال اومالكه شامل دى چې هر ښوونكى ته ۵۰ كيلو غنم، ۴ كيلو غوړى، ۶ كيلو دال او۵۰۰ ګرامه مالكه همدارنګه وهر زده كونكي ته ۲۵كيلو ګرامه غنم، ۲ كيلو غوړى، ۳ كيلو دال،او۲۵۰ ګرامه مالكه دټاكل شوى هئيت په وړاندى  توزيع شول.

ياده دى وى چى نړيوال خوراكى سازمان دبادغيس ولايت مركز قلعه نو په ښار كى ۵۲ دسواد زده كړى كورسونه تر پوښښ لاندى نيولى دى چى په نوموړو كورسونو كى ۱۲۵۰ تنه انجونى زده كوونكى د۵۲ تنو ښوونكو لخوا زده كړه وركول كيزى.

تعمير مكتب متوسطه ذكور كارته صلح ولایت فارياب افتتاح و به بهره برداری سپرده شد:

ولایت فاریاب: امروز 10 سرطان سال روان، تعمير مکتب متوسطه ذکور کارته صلح مربوط مرکز ولایت فاریاب توسط عبدالحق شفق والی ولایت و عبدالحی یشین ریئس معارف در حالی که تعدادی از روسای ادارات دولتی، متنفذین قومی، استادان و شاگردان حضور داشتند افتتاح و به بهره برداری سپرده شد.

تعمیر مکتب متذکره بصورت پخته و اساسی در یک طبقه در ساحه 5150 متر مربع زمین به مصرف مجموعی یک صدو 46161 دالر امریکایی از بودجه انکشافی وزارت معارف در مدت 14 ماه اعمار گردیده، که دارای 10 صنف درسی ،2 اتاق اداری، 2 تحویلخانه با سایر ملحقات ضروری آن می باشد.

گفتنی است که در مکتب متذکره به تعداد 646 تن شاگرد ذکور توسط 22 تن استادان تدریس می گردد. 

دپاکستان هیواد دتحصیلی بورسونو په موخه ازاده سيالي ترسره شوه:
د کندز ولایت: د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې نن د چهارشنبی په ورځ  دروان کال دچنگاښ دمياشتی په ۱۰ نيټه د كندز ولايت دلوړو زدكړو درياست په تالارکی دڅلورو ولايتونو (كندز، بغلان، تخار او بدخشان) د 1385 – 1386 – 1388 او ۸۸كال ددولسمو ټولګيو (۱۱۱) تنو فارغانو دپاكستان هيواد ته د زده كړى په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله.

ياده دی وی چی نوموړی کسان به دآزموينی دنتيجی نه وروسته دلوړو زده كړو دتحصيل په موخه پاكستان هيواد ته واستول شى.

دمیدان وردگ ولايت د پوهنی ریاست دمنسوبینو لپاره یوورکشاپ په لاره وچول شو:
د میدان ورد ولایت: نن د چنگاښ دمياشتى په ۱۰ نيټه، د ميدان وردك ولایت دپوهنى مديرانو، دنظارت او سواد حياتى دغړو لپاره دپوهنى دچارو دمعيارى كولو او همغزىدتر عنوان لاندى دوه ورځنى وركشاپ دنوموړى ولايت دفامليو دمنځنى ښوونځى په تالارکی په لاره واچول شو.

نوموړی ورکشاپ د پوهنی ریاست په نوښت جوړ شوى چى ددى ولایت دپوهنى مديران، دنظارت اوسواد حياتى ۳۴ تنو غړو  ګدون كړى

چی له مخی به یی د په دى ولايت كى په ښوونځيو كى پرتى ستونزى شريكى او ورته دحل لارى دپيدا كولو په اړه خبرى وشى.

همدارنګه دنووكتابونودپيژندلوترعنوان لاندى هغه ۱۶  ورځنۍ سمينار چى دكليوالي ښوونځيو د ښوونكو لپاره په لاره واچول شوى وو نن ورځ پايته ورسيد.

نوموړی ورکشاپ د یونسف موسسه په مالی ملاتړ او د پوهنی ریاست په همکاری ددی ولایت دمرکز او ولسوالیو دكليوالى ښوونځيو ۳۲ تنو ښوونكو ګدون كړى چی له مخی به یی دنوى ميتود په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی

دیادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو د پوهی د لوړلو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .

د منصور خيلو د ابتدائيه ښوونځي د وداني بنسټ كيښودل شو:
د پكتيا ولايت په احمد آباد ولسوالۍ كې د منصور خيلو د لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ نن چهارشنبې د چنګاښ په لسمه په هغه غونډه كې كيښودل شو چې پكې د پوهنې د رياست پر مسؤلينو سربيره ګڼ شمير ځايي خلكو او مخورو هم ګډون درلود.

د احمدآباد ولسوالۍ اړوند د (منصورخيلو) ښوونځي دغه ودانۍ چې په پاخه او اساسي ډول به ورغول شي پر ۲ اداري او۶ درسي خونو سربيره به شپږ تشنابونه هم لري چې په رغونه به يې (۴۰۰۰۰)  زره امريكايي ډالره  لګښت وشي .

د ياد شوي ښځينه ښوونځي ودانۍ چې په ۴ جريبه ځمكه كې رغول كيږي او هم راتلونكو شپږو مياشتو كې به يې چارې بشپړې شي لګښت يې د نړيوال بانك لخوا وركول كيږي .

هيره دې نه وي چې ياد شوى ښوونځى ۳۰۰ نارينه او ښځينه زده كونكي لري چې د ۳ ښوونكو لخوا زده كړه وركول كيږي .

د نسوان رخه ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه:
د پنجشير ولايت په رخه ولسوالۍ كې د نسوان رخه ابتدائيه ښوونځي نوې رغول شوې ودانۍ نن د چنګاښ په لسمه د پنجشير د والي په ګډون د دغه ولايت د پوهنې رياست د مسؤلينو دولتي چارواكو او قومي مخورو لخوا رسماً د يولړ مراسمو په ترڅ كې پرانيستل شوه.

د نسوان رخه ښوونځي دغه ودانۍ چې په يوه پوړ كې  په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده، په دغه ولايت كې د ميشتې ولايتي بيارغونې د ډلې لخوا ۱۲۹۸۰۰ امريكايي ډالره لګول شوي دي او پر يوه اداره او يوه تحويل خانه سربيره ۸ درسي خونې لري.

د يادولو ده چې د نسوان رخه په ښوونځي كې ۲۵۸ تنه نجونې زده كړه كوي او چې تردې وړاندې يې په كرايي خونو كې زده كړې كولې. 

د پاكستان هيواد د  ۲۰۰ تحصيلي بورسونو لپاره آزموينې واخيستل شوې:
نن چهارشنبې چې د چنګاښ له لسمې نيټه سره سمه وه د هيواد په پنځو حوزو كې د پاكستان هيواد د تحصيلي بورسونو لپاره آزموينه واخيستل شوه.

دغه آزموينه د تيرو دريو كلونو د دولسمو ټولګيو له هغو فارغانو واخستل شوه چې په هيواد كې د ننه يې لوړو زده كړو ته لاره نه ده موندلې او د نمرو فيصدي يې هم تر ټاكلي حد كمه نه وه.

له دغې ازموينې بريالي راوتونكي كسان به د لوړو زده كړو لپاره پاكستان ته استول كيږي او وورې به د طب، انجينرۍ كمپيوټر او اجتماعي علومو په برخو كې زده كړې كوي.

هيره دې نه وي چې د پاكستان هيواد له لوري د ټولټال ۱۰۰۰ بورسونو وعده شوې او په پام كې ده چې پاتې ۸۰۰ نور بورسونه به هم د روان كال په بهير كې د هيواد د پوهنې وزارت ته ور وسپارل شي.