کور / تازه خبرونه / ننګرهار: په کښتيو کي ٤٠ کسان ډوب سول

ننګرهار: په کښتيو کي ٤٠ کسان ډوب سول

 

د ننګرهار چارواکي وايي د کښتو د ټکر له امله نيژدې ٤٠ کسان په اوبو کي ډوب سول، چي يوولس يې ژوندي راکښلي، اووه مړي او ١٩ تنه ورک دي.
پېښه نن سهار د لالپورې په ولسوالي کي د سيند له پاسه د څلونو يا کښتيو د کېبل د شکېدلو له امله رامنځته سوې ده.

عيني شاهدان وايي په مالونو بار دوې کښتۍ چي ډېري درنې وې هغه وخت له يوې بلي کښتۍ سره چي د خلګو ډکه وه ټکر سوه، چي د سيند

له پاسه کېبل وشکېدئ او دوې کښتۍ له يو بل سره ټکر سوې.
د ننګرهار ولايتي چارواکو د ملي دفاع وزارت څخه د څرخکو الوتکو د ورلېږلو غوښتنه کړې چي د ورکو کسانو په لټون کي کار ځني واخلي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي په سيمه کي اوس هم په سوونو ځوانان د ورکو کسانو په ژغورلو بوخت دي، خو دا چي اوبه ډېري او تيزي دي، دوى نسي کولاى چي دغه کسان ومومي.

د لالپورې اوسېدونکي وايي په يوه کښتۍ کي چي له خلګو ډکه وه، ډېر هغه ځوانان ناست وو چي له دې ولسوالۍ څخه پاکستان ته د خوارۍ دپاره تلل.

د يادوني وړ ده چي په اوو مړيو کي يوه ښځه هم شامله ده، خو دا لا نه ده څرګنده چي په ١٩ ورکو سويو کسانو کي هم ښځي شاملي دي، که ټول نارينه دي.