کور / تازه خبرونه / افراسياب خټک: نيشنل پارټۍ د پښتنو د بقا دپاره جنګېږي

افراسياب خټک: نيشنل پارټۍ د پښتنو د بقا دپاره جنګېږي

 

د نيشنل عوامي پارټۍ ايالتي مشر افراسياب خټک وايي د دوى ګوند د پښتنو د بقا دپاره جنګېږي او په دې لاره کي به له هيڅ راز قربانۍ څخه ځان درېغ نکړي.

په هغه غونډه کي نن د افراسياب خټګ تر مشرۍ لاندي د دير او چارسدې له سياسي مشرانو سره په پېښور کي جوړه سوه، نوموړي وويل نشنيل عوامي ګوند د ترهګرۍ خلاف يوه برخليک ټاکونکې مبارزه شروع کړې او دغه مبارزه به تر هغه وخته روانه وي چي د ترهګرۍ خلاف جنګ پاى ته رسېږي.

د نيشنل عوامي ګوند په دې غونډه کي ښاغلي خټک په دير او چارسده کي د پرمختيايي کارونو پر چټکوالي ټينګار وکړ او د سيمي د امنيتي حالاتو جاج يې هم واخيستئ.