کور / سياسي / یو هیواد د ۱۴۴ هیوادو ګاونډی ؟

یو هیواد د ۱۴۴ هیوادو ګاونډی ؟

که د مځکی کره مدنظر ونیسو نو په نړۍ کي داسی سیمه نسته چي هلته دې امریکایی پوځیان مستقر نه وی . موږ پوهیږو چي نن په نړۍ کي جمعأ ۱۹۲ هیوادونه سته او امریکا لدې څخه په ۱۴۴ هیوادو کي پوځي اډې لری. پدې حساب امریکا د نړۍ په څه باندی ۷۰٪ هیوادو کي خپل پوځونه لری . بله مهمه دا چي نن په نړۍ کي ۱۵ ناخپلواکي سیمې هم سته لکه ډیګوګارسیا، جبل الطارق، ګرین لینډ، مارشال ټاپوګان، ګوام، ویک ټاپوګان، ګوانتانامو او نور چي ځینی تر امریکایی اشغال لاندی دي او ځینی نور هم تر برتانوي نیونی لاندی شپې سبا کوی . خو امریکا پدغو پنځلسو ناخپلواکو سیمو کي هم ډیری پوځي اډې لری چي پدې حساب امریکا نن د نړۍ په ۱۵۹ سیمو کي پوځي اډې لری ( یعنی ۱۴۴ هیوادونه او ۱۵ ناحپلواکی سیمی چي جمعأ ۱۵۹ کیږی ). پس ویلای سو چي واشنګټن نن د نړۍ په ۸۰ ٪ برخه کي پوځي اډې لری او د ا ټولي سیمي د هغوی تر څارني لاندی دي .


بله مهمه هم دا ده چي پدې ۱۵۹ سیمو کي امریکا صرف یوه یوه اډه نه بلکې په ځینو کې درې څلور یا زیاتي پوځي اډې لری چي شمیر یی جمعاْ ۷۳۷ ته رسیږی . باید وویل سی چي دا ټولې هغه پوځي اډې دي چی د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون) يي رسمأ مني . خو که هغه پټی پوځي اډې هم پرې ور زیاتي کړو چي پنتاګون او کوربه هیواد یی نه سی رسوا کولای نو پدې حساب به په نړۍ کي د امریکا د پوځي اډو شمیر ( ۱۰۰۰ ) ته ورسیږی.

مثلأ په اردن کي تر پنځو زرو پوری امریکایی پوځیان د عراق او سوریې پولو ته نږدې مستقر دي او هم د سي آی اې پټ جیلونه هلته سته مګر د اردن دولت د خپل ملت د خښم څخه د بیری په وجه وایی چي موږ امریکایی اډې نلرو . په عین ترتیب ، امریکا تر ۲۰۰۳ پوری په سعودی عربستان کي زیاتي پوځی اډې لرلې او د جَدې د ښار په هوايي ډګر کی ډیري « بی ــ۵۲» نومی الوتکی ځای پر ځای وې چي هر چا لیدلې مګر سعودی عربستان انکار کاوه . همدا نن هم پاکستان ، مصر ، د منځنۍ آسیا او افریقا، لاتینی امریکا څو هیوادونه لدغسی اډو څخه منکر دي حال دا چي ګڼی امریکایی پوځي اډې هلته شتون لری . فلهذا ، نن امریکا د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کي ( د پټو او ښکاره اډو په شمول ) تر زرو زیاتي پوځی اډې لری او لدې څخه واضحأ ښکاری چي امریکا د نړۍ نږدې ټوله برخه پخپل مستقیم یا نامستقیم پوځي کنټرول کي راوستلې ده .


مهمه دا ده چي امریکایی پوځي اډې زیاتره په هغسی هیوادو کي وی چي دولتونه يي دیکتاتور، مستبد، غیر ملي، او یا هم د امریکایي ګټو ساتونکی دي . راځیً چي یو ډير کوچنی مثال یي ذکر کړو : امریکایی پوځ د تیرو ۶۲ کالو راهیسی د جاپان په اوکیناوا کوچنۍ ټاپو کي ۳۷ پوځي اډې لری . ددې جزیرې نفوس ۱٬۳ میلونه دی خو اوولس زره امریکایی عسکر پکښې اوسیږی . د جزیرې اوسیدونکي هرکله ددې عسکرو لخوا پر جاپاني ښځو یا نجونو د جنسي تیریو ، جنایتونو، ترافیکي پيښو، او د چاپیریال د ککړولو په وجه مظاهرې کوي خو د جاپان دولت یی په باک هم نه راوړی .

بله مهه خبره هم دا ده چي افغانستان او عراق په فوق الذکر سیمو یا امریکایی پوځي اډو کي شامل نه دي. کابل ، بغداد او واشنګټن درې واړه په افغانستان او عراق کي د امریکایی پوځي اډو شته والی نه منی او هلته د امریکایی پوځونو شتون د امریکا د پوځي مأموریت یوه په اصطلاح « مؤقتی » دوره بولی چي په عالمانه تجاهل سره یې « د تروریزم پر ضد د جګړې » نوم ورکړی دﺉ.


 بل مهم ټکی هم دا دی چي امریکا په بهر کي پخپلو دغو څرګندو ۷۳۷ پوځي اډو کي تقریباْ دوه لکه ( ۲۰۰۰۰۰ ) پوځیان مستقر کړي دي . البته په عراق کي څه باندی یو لک پوځیان او په افغانستان کي پنځوس زره پوځيان په دې شمیر کی نه دي شامل که نه هغه به جمعأ درې لکه اویا زرو ( ۳۷۰۰۰۰ ) ته ورسیږی . باید وویل سی چي په دې شمیر کي یو لک ( ۱۰۰۰۰۰) ښځینه پوځیانی هم شاملی دي . هر کال څه نا څه څوارلس زره جبری زناوی یا جنسی تیري پر دغو ښځو کیږی خو که هغوی حامله سی نو ماشوم وړیا نسی نقصان یا ضایع کولای ، همدا جنسي تیریو ښځینه پوځیانی پر امریکایی پوځ بې باوره کړي هم د ي او د محکمو لړۍ کال په کال ډیریږی .


لدې نه علاوه ، په دې بهرنیو پوځي اډو کي نور څه باندی یو لک او شپږ نیوی زره (۱۹۶۰۰۰) ملکي افسران، کارمندان او قراردادیان هم شامل دي چي هغوی زیاتره ډریوران، اشپزان، پیره داران، مستخدمین، ترجمانان، روزونکي، تحقیق کونکي او نور دي او د ا ټوله د پنتاګون سره د قرارداد ونو له مخی ګومارل سوي دي. پر دې سربیره د کوربه هیواد اجیران او قراردادیان هم په دې ۷۳۷ پوځي اډو کي په کارونو لګیا دي چي د هغوی شمیر څه باندی یو اتیا زرو (۸۱۰۰۰) ته رسیږی . ددې دواړو ډلو یعنی امریکایی او خارجي ملکی قراردادیانو معاشونه یا کمیشن پنتاګون تمویلوي چي هر کال په ملیارډونو ډالرو ته رسیږی .

پنتاګون وایی چي موږ اکثره دغه اډې نسو تړلی ځکه دا کار لویی بودجې یعنی شپږ سوه ( ۶۰۰ ) بلیونه ډالره لګښت غواړی چي دا ګواکی ستر مشکل دی .


امریکا د نړۍ په دغو ۱۵۹ سیمو کي د پوځي اډو څخه علاوه نورې پټي اډې او استخباراتي مرکزونه هم لری چي دقیق شمیر یی معلوم نه دی . په دې مرکزونو کي د اړونده سیمو د وګړو تلیفوني مکالمې اورېدل کیږی ، فکسونه یې کتل کیږی، ایمیلونه یې سپړل کیږی، جاسوسي يې کیږی او ټليفوني خبری يې ثبتیږی. دا ټول اعمال په پټه کیږی او کوربه ولس په ځانو هم نه وی خبر مګر دولتونه یې د واشنګټن څخه خپله اجوره اخلی .


 پنتاګون په بهر کي د خپلو دغو ښکاره ( ۷۳۷ ) پوځي اډو لپاره (۳۲۳۲۷) پوځي بارکونه، ساتنځایونه، روغتونونه، او نور تعمیرات رانیولي حال دا چي نورې (۱۶۵۲۷) ودانۍ یې هم کرایه کړي دي .

همدا نن نن په بهر کي د پنتاګون ټوله دغه ساحه ( ۲۹۸۱۹۴۹۲) ایکړه مځکی ته رسیږی ( هر ایکړ ۴۰۴۷ متر مربع دی ). په دې حساب پنتاګون په نړۍ کي تر ټولو غټ مځکه وال یا مالک ګڼل کیږی ( په دې مالکیت کي هغه ودانۍ شاملي نه دي چي په افغانستان، عراق ، اسرایًیلو، قرغیزستان، قطر، ازبکستان او کویټ کي یې لری . )

 همدا اوس اوس د نړۍ په بیلا بیلو سمندری اوبو کي دیارلس خورا ستری طیاره وړونکی امریکایی بیړۍ هم ځای پر ځای دي چي مختلفي سیمي یې تر پوځي څارنی او تعقیب لاندی نیولي دي .


 د پورته ټولو حقایقو او ارقامو څخه ښکاری چي امریکا نن د یوې امپراتورۍ بڼه خپله کړېده . پخوا به مستعمرې وې خو نن پوځي اډې دي . پخوا به زوړ استعمار و خو نن نوﺉ استعمار دی . آیا د خپل هیواد څخه بهر په ۱۵۹ سیمو کي د ۷۳۷ پوځي اډو او دوو لکو پوځیانو لرل پخپله د استعمار معنا نه ورکوی ؟ آیا د ا ټولې ۱۵۹ سیمې اشغال سوي نه دي ؟ آیا د ا ټولې سیمی د امریکایی پوځونو رضا کارانه غوښتونکي دي ؟ ولی امریکا په جرمني کي ( ۶۴۳۱۹) پوځیان، په جاپان کي (۳۳۴۵۳) پوځیان، او په ایټالیا کي ( ۱۰۴۹۹) پوځیان لری ؟ ددې پوځونو ضرورت څه دﺉ په داسې حال کي چي د دوهمي نړیوالې جګړې څخه څلور شپیته کاله تیرسوي دي ؟ امریکا ولی تر اوسه په هسپانیا کي (۱۵۲۱) ، په هندوراس کي (۴۱۴) او په اسټرالیا کي (۳۴۷) پوځیان لری ؟ په بل عبارت امریکا ولی په اروپا کي جمعاْ (۹۶۱۱۹) ، په ختیځه آسیا اوپاسفیک کی (۷۴۵۳۰)، په شمالي افریقا ، نږدې ختیځ او جنوبي آسیا کي جمعاْ (۵۴۵۲) پوځیان لری ؟ خو یو اساسی ټکي ته باید ځیر سو او هغه دا چي په اروپا يا اسټرالیا او نورو پر مخ تللو هیوادو کي د امریکایی پوځيانو شته والی د هغوی د اشغال معنا نلری بلکې دا د آمر او مأدون یا مشر او کشر یا په ساده ژبه د غښتلي او کمزوره ملګرو معنا افاده کوی . پوځی اشغال هله معتبر وی چی لومړی بهرني پوځونه په زور یا جنګ سره ور داخل سی ، خپل مخالف دولت نسکور کړی او پر ځای یی د خپلی خوښی یا ګوډاګیً رژیم هلته نصب او په جعلی توګه یې « قانونی ! » کړی .


په ساده ژبه پوځي نیونه هغه وی چي نوﺉ رژیم تر دغی مداخلې وروسته وزوکیږی لکه نن چي یی په افغانستان او عراق کي عملأ وینو . خو پوښتنه دا ده چي که په بهر کي دا ټول امریکایی پوځیان نه وی نوڅه به پيښه سی ؟ ځواب دا دی چي امریکا ځانته د دښمن جوړولو یا لرلو نه پرته یو بیکاره او بې هدفه غوندی هیواد دﺉ او بس . والسلام


یادوَنه :

ددې مبحث عمده برخي ، اعداد او ارقام د لاندینې کتاب څخه اخیستل سوي دي :

Nemesis: The Last Days of American Republic
By: Chalmers Johnson, 2006