کور / شعر / دجعفر هاند څو شعرونه

دجعفر هاند څو شعرونه

غزل


ما چې جانانه ستا د عشق  پرلور قدم کېښود
ما دخپل ژوندپر اوږو دروند پیټی د غم کېښود


دادې پرګل شونډوشین خال ایښی سينګار دې کړی؟
که دې زما د زړګي شوبلې ته بیا بم کېښود


دا نن دې بیا ولې د سپېنې خولې وعده کړه ماته؟
تا خو پرون راسره لاس پر پاک قسم کېښود


شیخ د جنت د سپېنو حورو صفتونه کول
ماورته مخې ته تصوير دخپل صنم کېښود


چا راته ډېره موده وروسته نن سرې شونډې راکړې
چا مې بلا کلونه پس پر ټپ ملهم کېښود


کابل تايمنی ۲۹-۶-۹ د سه شنبې شپه
وخت ۰۹:۳۵


دوه بیتونه

ما د بل چا  دلاس ډوډۍ خوړلې وږی یمه
ماته دخپل دلاس خواړه راکړه چې موړ شم ګرانې


زما د زړه د رنځ علاج طبیب کولی نه شي
ماته دې شونډې راکړه خوله راکړه چې جوړ شم ګرانې


کابل تايمني ۳۰-۶-۹ سه شنبه سهار ۰۶:۳۰

نظم

داسې هم نه ده چې بل ښکلی چېرې نه پیژنم
داسې هم نه  ده چې د چا د زړګي سر نه یمه
داسې هم نه ده چې د چا سترګو کې ځای نه لرم
داسې هم نه ده چې د چا روح او ځيګر نه یمه
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
داسې هم نه ده چې بد رنګ يمه بدرنګ جانانه
داسې هم نه ده چې دچا زړګي ته لار نه شم کړای
داسې هم نه ده چې ځواني نه لرم ځوان نه یمه
داسې هم نه ده چې دچادخوږ  زړه ښکار نه شم کړی
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
داسې هم نه ده چې کابل او ننګرهار کې ګرانې
ښکلي نه شته ،ښايسته نه شته د ښکلا قحطي ده
قسم په خدای چې بلا مستې شته   بلا پېژنم
 دا سې هم نه ده چې د شونډو دمسکا قحطي ده
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
خو بس زه څه وکړمه څه وکړمه څه جانانه !
پرتا مې زړه بایللی روح بایللی ځان بایللی
لکه جوارګرمې په یو دوو باندې پرتا جانانه!
دا خپله ټوله شتمني  او  ټول جهان بایللی
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
دا زړه مې نه دی دا  د نه سړي بچی زړه مې
پرتاورغلی دی پرتا مین دی تا غواړي
که دجهان دا ښکلې ټول ورته خېرات هم ورکړې
په کار يې نه دي بس يوازې خپل اشنا غواړي


کابل نوي ښار ۳۰-۶-۹ سه شنبه وخت ۱۱:۰۰ غرمه

غزل

نن بس ساقي سم په شرابو لمبېدل غواړمه
نن دجانان د سترگوسېندکې غرقيدل غواړمه
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
ستا پردې خامه خولگۍ خوله لگوم چک لگوم
دا د گلاب غوټۍ ډنډر کې ماتول غواړمه
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
پر دې مې سود نه شې چې گل درته په پښوکې ږدمه
دا شنه سپرلې دا ستا له سترگو زارول غواړمه
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
نور نو د ژوند له خوشحاليو سره روغه کووم
نور ستا غمو سره اړيکه پريکول غواړمه


01-07-09
کابل خپل دفتر (بي بي سي) د چهارشنبې ورځ