کور / راپور / د افغاني کلتوري اتحادیې په نوښت یوه علمي او څیړنیزه غونډه

د افغاني کلتوري اتحادیې په نوښت یوه علمي او څیړنیزه غونډه

د جون د میاشتی پر ٢٦امه نیټه په سویډن کې د افغانی کلتوری اتحادیی په نوښت یو علمی اوڅیړنیزه غونډه د “کورنی اړیکی او ټولنه” تر سر لیک لاندی د څه کم ٢٠٠ تنو هیوادوالو اوسویډنی مینه والو په فعال ګډون سمبال شوی وه.

د غونډی په پیل کښی د افغانی کلتوری ټولنی ریس محترم حمیدالله تراب دغونډی ګډونکونکو ته ښه راغلاست ووایه او په سویډن کښی یی د افغانی کلتوری ټولنی دهر اړخیزو او ګټورو کړنو یولنډ خبر د غونډی تهوړاندې کړ, ده په سویډن کښی د هیوادوالو د کورنیو اړیکو ساتل او وده دهر افغان او بیا په تیره دافغانی کلتوری ټولنی ایمانی او وجدانی وظیفه وګڼله . ده په ډاګه کړه چی په سویډن(مالمو ښار) کښی د افغانانو کلتوری اتحادیه, چی په اروپا کښی د افغانی ټولنو د جملی څه یوه لویه او فعاله ټولنه ده د تل په شان به دافغانانو د ملی یوالی او وروروالۍ یو روښانه او د مثال وړ سمبول وی.

ورسته د کلتوری ټولنی منشی محترم نادر بارکزی د خپلی وینا په یوه برخه کښی وویل:
 چی کورنی اړیکی د افغانی ټولنی د بقا اساسی جوړښت دی. ددی جوړښت ساتل او وده په یوی پردي کلتور او ټولنه کښی کوم ساده او اسانه کار نه دی, د کلتور ساتونکو (والدینو) او کلتور بیلونکو (نوی نسل) تر مینځ به کله نا کله د اړیکو او نظرونو ټکر راځی چی کورنۍ اړیکی اغیزمن کوی. د پر ځوان نسل باندی د اوسنی ټولنی(لویديځ) کلتوری، اجتماعی، سیاسی او اقتصادی اثرات او فشار اود بلی خوا د والدینو بیره او شک او سنی ټولنی (لويديځ) ته، په کورنۍ اړیکو کی د لريوالی، بی تفاوتی, بی احترامی او بی اعتباری سببونه وګڼل

ورسته میرمن ګل غوټۍ کاکړ دماشومانو پیداګوګه او په کابل کښی د کورنی اړیکو پخوانۍ قاضی د خپلی څیړنیزی وینا په یوه برخه کښی داسی وویل :

موږ افغانان چه په غربی نړۍ کښی ژوند کوو باید و دی ټکي ته توجه وکړ چه موږ په دی هیوادو کی د دو فرهنګو او مختلفو کلتورو په سخته مضیقه کی قرار لرو. موږ ته په کار دی چه د دواړو فرهنګونو څخه سالمه استفاده وکړو یعنی دافراط او تفریط څخه ځان وساتو تر څو چه وکړای سو د خپلو اولادنو د راتلونکی ژوند سر مشق وګرزو. موږ باید خپلو اولادو نو ته د دیموکراسی مفهوم د فامیلی ژوند په اړوند واضح کړو. دی افغانی ښځو په باب داسی ویل:

ښځه د نارینه څخه څه کمی نه لری . ځکه خود نارینه په زړه کی د ښځی په نسبت احترام او دحقشناسی جذبه پیدا ده. د تاسف ځای دی چه زموږ په وطن او جامعه کی دی خبری ته توجه نه ده سوی. اوکه وی هم په ډیره کمه کچه ده , زموږ خلک یا ندی خبر یا ځان نه پوهوی چه دمتمدنی دنیاد شعور نه مخکښی اسلام د ښځی حقوق دنیا ته راوړی دی او د آدم(ع) اولاد ته یی تعلیم ورکړۍ چه الله(ج) ټول انسانان د نارینه او ښځی څخه پیدا کړی او هر یوځان ته خپل حقوق لری،یو پر بل برتری نه لری مګر په تقوا سره

هوکان تورنګورد، سوسیلوګ او په سویډن کښی مخکښ افغان پیږندونکۍ د خپلی هغه څیړنی په باب غونډی ته هر اړخیز معلومات ورکړه چی د د افغانی کډوالو دکورنیو اړیکو په باره کښی کړی ده. د ټول افغانی والدین وستایل او ویویل چی په سویډن کښی دنور ملتونو په پر تله د افغانی کډوالو په کورنیو اړیکو کښی زښت یوالی لیده کیږی ددا هم وویل چی دنورو ملتونو په پرته دافغانی کډوالو په ټولنه کښی د جینایت، خوشونت او طلاق سطحه ډیر ټیټه ده. همدارنګ هوکان د یوی افغانی او سویډنۍ کورنۍ تر مینځ کلتوری ورتوالۍ او توپیر ته حاضرین متوجه کړه.


سلیم عزیزی په سویډن کښی دپښتو ژبی استاد او د کلتوری ټولنی دتعلمیی ځانګی مسول په اسلام کښی دکورنیو اړیکو او انسانی حقوقو په باب غونډی ته هر اړخیز معلومات وړاندی کړه. د د ځینو مبارکو ایاتو او حدیثو ترجمه او تفسیر د ګډونکونکو غوږ ته ور سا وه. او د نوی نسل سالیمه روزنه او زده کړه یی د هر مور اوپلار ایمانی اووجدانی دنده وګڼله.

محترم نجیب الله زاخېلوال ځوان څیړونکۍ او تکړه لیکوال په یوې ډیری او په زړه پوری او څیړنیزی وینا سره د غونډی د ګډونکونکو کلکه توجو ځان ته جلب کړه. د چی د والدینو او ماشومانو تر مینځ پر اړیکو ولاړه وه دی ته یی په وار وار اشاره وکړه چی مور او پلارباید زیار وباسی چی خپل بچیان درک کړی او د دۍ احساساتو ته غوږ ونیسی. ښاغلي نجیب الله زاخېلوال د اروا پوهنې له نګاه څخه د ماشومانو او کمکی ځوانانو بیلابیل ډولونه په علمی ډول تشریح کړه.

د په افغانی کورنیو کښی دځینو اړیکو دکړکیچ دحل دلارې اود والدینو او اولادونو تر مینځ دبی احترامی بی اعتباری او بی اعتنائې اصلی علتونو “دسترګو لیدلی حالات ” په ډیره واضح او قانع کونکی ډول بیان او تشریح کړل. چې دخلکو له زيات وستایل شو او په زياتو چکچکو بدرګه شو ٠

میرمن بوډیل فرانک سیاست پوهه او د سویډن د پارلمان پخوانۍ غړی د خپل سرګذشت او په سویډن کښی دښځو دمبارزی اوحقوقو په باب په زړه پوری وینا او معلومات غونډی ته ارایه کړه.

ورسته په غونډه کښی ازاد بحث د نظر او تجاربو تبادوله په ډیر سالمه او د ورورۍ فضا په کښی تر سره شو٠

د ټولنی منشی نادر بارکزی دهیواد دستر لیکوال مرحوم بینوا د کتاب “اوسنی لیکوال” چی د افغانی کلتوری ټولنی په مادی لګښت د رشاد اکاډمی په زریعه چاپ شویدۍ غونډی ته معلومات ورکړه ورسته له هغه د کابل دپنځمی ناحیی “قمبر څلور لاره” پر اسیدونکو کډوالو باندی دکلتوری اتحادیی د استول شوی نقدی مرستی فلم ښکاره شو.

دغونډی په پای کښی تکړه سندر غاړی ادریس جبارخیل خوږې سندري واورولې .