کور / شعر / غزل

غزل



مومند بابا ادبي بهير- لرغونى بلخ


 


لږه مستي ده پكې مينه څه شور
زړه نه دى كاڼى چې يې مات كړې په زور


ستا په بېلتون كې يم د غېږې خمار
ګوره دوزخ كې لټومه زه اور


لمره سهار مې د رڼا په بدل
ستوري دركړي نه منمه دې پور


ته چې سړېږې پر ما اور لګوې
لږه توده شه چې سوځېږمه نور


ګرانې زړګى مې ګوره مه ماتوه
چېرته به ځې چې ورانوې دغه كور