کور / تازه خبرونه / رحمان ملک: د بيت الله مسود پر ضد عمليات کېږي

رحمان ملک: د بيت الله مسود پر ضد عمليات کېږي

 

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک په وزيرستان کي د نويو عملياتو د پيلېدو خبر ورکړ.

رحمان ملک په راولپنډۍ کي د پروني ځانمرګي بريد د ټپيانو د حال پوښتني دپاره روغتون ورغئ او خبريالانو ته يې وويل حکومت به د بيت الله مسود پر ضد به نوي عمليات پيل کړي.

هغه وويل بيت الله مسود ترهګر دئ، نه يې پخوا د سولي تړون ورسره کړئ و ، نه به يې له دې وروسته ورسره وکړي او نه هم له ترهګرو سره سوله کومه ګټه لري.

رحمان ملک وويل دوى د پنجاب حکومت له مخکي لا خبر کړى و، چي ښايي د وزيرستان عملياتو ته په جواب کي د بيت الله پلويان د پنجاب په ښارونو کي ځانمرګي بريدونه وکړي.