کور / تازه خبرونه / امريکا د عراق حکومت ته ګواښ وکړ

امريکا د عراق حکومت ته ګواښ وکړ

 

د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن وايي که په عراق کي قومي، لساني او مذهبي شخړي پاى ته ونه رسېږي امريکا به له دغه هيواد سره سياسي روابط قطعه کړي.

جوبايډن واک ته تر رسېدو وروسته عراق ته په خپل لومړي سفر کي دغه څرګندوني وکړې.

جو بايډن په بغداد کي خبريالانو ته وويل که د دې هيواد د سياسي ګوندونو ترمنځ قومي، ژبنيز او مذهبي تعصبونه له منځه ولاړ نسي او خپل منځي تشدد ته زور ورکړي امريکا به د عراق له حکومت سره سياسي اړيکي پرې کړي.

امريکا د عراق حکومت ته پر داسي مهال دغه ګواښ کوي چي تېره اونۍ د دغه هيواد له ټولو غټو ښارونو څخه د امريکايي پوځيانو وتل شروع سول او عراقيانو د جون ٣٠ – مه د ملي خپلواکۍ ورځ اعلان کړه.