کور / تازه خبرونه / پر اېټالوي پوځيانو ځانمرګى سوئ دئ

پر اېټالوي پوځيانو ځانمرګى سوئ دئ

د هرات له ولايت څخه ورکړل سوي خبرونه وايي چي د جمعې په ورځ په دغه ولايت کي پر اېټالوي پوځيانو ځانمرګې حمله سوې او مرګ ژوبله يې هم ورته اړولې ده.

پېښه پرون د دغه ولايت په شينډنډ ولسوالي کي هغه مهال رامنځته سوې چي د اېټالوي پوځيانو کاروان له سيمي تېرېدئ او يوه بريد کوونکي خپل موټر ورسره ټکر کړ.

په دې پېښه کي د اېټالوي پوځيانو د مرګ ژوبلي په باب څه نه دي ويل سوي، خو د دوو ملکي کسانو د مړيني خبر خپور سوئ دئ.

د پروني بريد مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ.