کور / تازه خبرونه / زابل: طالبانو پوځي څرخکه ويشتلې ده

زابل: طالبانو پوځي څرخکه ويشتلې ده


په کابل کي د ناټو له قومندانۍ څخه يوه خپره سوې خبرپاڼه د افغانستان په جنوب کي د درو عسکرو د وژلو خبر ورکوي.


ناټو وايي دغه عسکر يې د دوشنبې په ورځ په بېلابېلو پېښو کي له منځه تللي دي.

په خبرپاڼه کي د وژل سويو عسکرو له کورنيو سره خواخوږي ښودل سوې او د طالبانو پر ضد جګړه کي د هغوى ستاينه سوې ده.

د ايساف په خبرپاڼه کي د وژل سويو عسکرو هويت او د مړيني ځايونه پټ ساتل سوي دي، خو د کاناډايي ځواکونو يوه آفسر بريد جنرال جاناتن وانس وايي دوه کاناډايي او يو امريکايي عسکر د يوې څرخکي الوتکي د رالوېدو له کبله وژل سوي دي.

جنرال وانس وايي دغه الوتکه په زابل ولايت کي د دوشنبې په ورځ د تخنيکي ستونزي له کبله رالوېدلې ده، خو د طالبانو وياند قاري محمديوسف احمدي وايي دغه څرخکه طالبانو ويشتلې ده.

د ناټو قومنداني وايي په دغو درو عسکرو يې د روان کال په ترڅ کي د مړو پوځيانو شمېره ١٧١ تنو ته ورسېده.