کور / تازه خبرونه / هيلاري کلنټن د هندوستان په دوره ځي

هيلاري کلنټن د هندوستان په دوره ځي

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلاري کلنټن د هندوستان په دوره ځي.

په واشنګټن کي يوې خبري غونډي ته د وينا پر مهال آغلي کلنټن راتلونکې اونۍ هندوستان د خپل سفر يادونه وکړه او وايي د دغه هيواد له مقاماتو سره به پر بېلابېلو سياسي او اقتصادي همکاريو وږغېږي.

دا د خارجه وزيري په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د آغلي کلنټن لومړى سفر دئ چي هند ته به يې وکړي.

آغلي کلنټن خبريالانو ته وويل چي په تېرو ١٥ کالو کي د هندوستان او امريکا ترمنځ اړيکي تر بل هر وخت سم سوي دي او دا هيله لري چي تر دې سفر وروسته به دغه دواړه هيوادونه نور هم سره نيژدې سي.

هغې د هندوستان د نوي حکومت ستاينه وکړه او وايي دغه هيواد نن سبا يو نړيوال طاقت دئ او په تېرو څو کلونو کي يې د هيواد په پرمختګ، د غربت په کمولو او د بېکارۍ د مخنيوي په لاره کي د پام وړ هڅي کړي دي.