کور / تازه خبرونه / ننګرهار: وسله وال طالبان وايي درې پولیس يې وژلي دي

ننګرهار: وسله وال طالبان وايي درې پولیس يې وژلي دي

وسله وال طالبان دعوه کوي چې بېګاه شپه يې د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کې د پوليسو پر دوو پوستو بريدونه کړي او درې تنه پوليس يې وژلي، خو دننګرهار چارواکي يوازې دبريد پخلي کوي او پوليسو ته اوښتې مرګ ژوبله نه مني. د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل د دوی پوليسو طالبان په شا تمبولي دي. په دې وروستيو کې په ننګرهار کې طالبان ايتلاف او افغان ځواکونو ته دمرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي، خو ايتلاف او افغان ځواکونه يې دعوې پر ځای نه بولي.