کور / تازه خبرونه / تازه خبر: پر جنوبي وزيرستان راکټي حمله وسوه

تازه خبر: پر جنوبي وزيرستان راکټي حمله وسوه


نن د چارشنبې په سهار دوې نيمي بجې پر جنوبي وزيرستان راکټي حمله سوې، چي ښايي درنه مرګ ژوبله يې اړولې وي.


رويټرز آژانس د پاکستاني استخباراتو او ځايي خلګو په حواله خبر ورکوي، چي دغه حمله د بې پيلوټه الوتکو له خوا د ميزايل راکټونو په واسطه ترسره سوې ده.


د پېښي له امله د اوښتي مرګ ژوبلي پوره جزيات نه دي ورکړل سوي، خو راپور د يوه استخباراتي مامور په حواله وايي تر اوسه د اتو جنګياليو خبر ورکړل سوئ دئ.


 پرون هم په دې سيمه کي امريکايي بې پيلوټه الوتکو ١٤ وسله وال وژلي وو، چي پنځه يې بهرني اتباع په ګوته سوي وو.


د رويټرز آژانس د يوه پاکستاني مامور په حواله وايي نن سهار شپږ ميزايلونه چي غالباً د بې پيلوټه الوتکو له خوا به فاير سوي وو،په جنوبي وزيرستان کي پر څو هدفونو ولګېدل او اته جنګيالي يې ووژل.