کور / تازه خبرونه / نورستان: د افغان پوځ او طالبانو تر منځ درنه جګړه روانه ده

نورستان: د افغان پوځ او طالبانو تر منځ درنه جګړه روانه ده

د نورستان چارواکي وايي په برګمټال ولسوالۍ کې درنه جګړه شوې چې ۲۱ وسله وال طالبان يې وژلي دي. خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد د خپلو درې طالب ملګرو وژنه مني او وايي چې ۸ تنه پوليس يې وژلي او ۸ تنه نور يې له ځآنه سره ژوندي بيولي دي. د نورستان والي جمال الدين بدر هم د ۸ تنو پوليسو وژنه او ۸ تنو نورو نيونه ومنله. طالبان وايي اوس هم دغلته درنه جګړه روانه ده خو د نورستان چارواکي بيا وايي چې جګړه اوس درېدلې ده.