کور / تازه خبرونه / نورستان: شپږ پوليس ٢١ طالبان وژل سوي دي

نورستان: شپږ پوليس ٢١ طالبان وژل سوي دي


د افغانستان امنيتي مقامات وايي په نورستان ولايت کي د طالبانو او پوليسو ترمنځ جنګ کي شپږ پوليس او ٢١ طالبان وژل سوي دي.


د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د چارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل دغه جنګ د نورستان ولايت په برغي مټال ولسوالي کي هغه مهال وموښته چي وسله والو طالبانو د پوليسو پر مرکز حمله وکړه.


زمرى بشري وايي دغه جګړه د سې شنبې په ورځ پيل سوې چي نن د چارشنبې تر سهاره روانه وه.


هغه وويل په سونو طالبانو د دې ولسوالۍ د پوليسو پر مرکز حمله کړې او د کورنيو چارو وزارت په پلان کي لري چي سيمي ته نور پوليس ولېږي.