کور / تازه خبرونه / کونړ: د امریکايي ځواکونو د تېلو زېرمه له منځه تللې

کونړ: د امریکايي ځواکونو د تېلو زېرمه له منځه تللې

په ختيځ کې د ايتلاف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د دوی پر يوه مرکز وسله والو طالبانو د توغنديو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې د تېلو يوه زېرمه له منځه تللې ده. وسله وال طالبان بيا وايي چې دوی د زېرمې د له منځه وړلو تر څنګ بهرنيو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اړولې، خو ايتلافي ځواکونه يې نه مني. وسله وال طالبان وايي دهمدغه ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې يې د ايتلاف پر يوه کاروان هم بريد کړی چې يو ټانګ يې ويجاړ کړی او پکې سپاره سرتيري يې وژلي دي. د ايتلاف مطبوعاتي دفتر وايي ټانګ يې ويجاړ شوی، خو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.