کور / تازه خبرونه / افغانستان: ١٤ امريکايي پوځيان د سرکوزي په ميکروب لړلي دي

افغانستان: ١٤ امريکايي پوځيان د سرکوزي په ميکروب لړلي دي

په افغانستان کي د ١٤ تنو امريکايي پوځيانو په وجود کي د سرکوزي د ميکروب يا سواين فلو واير نښي ليدل سوي دي.

په بګرام کي د امريکايايي عسکرو وياند وايي ډاکټرانو هغه وخت د دې پوځيانو په وجود کي دغه ميکروب کشف کړ، چي هغوى په بګرام هوايي هډه کي طبي معاينات ترسره کړل.

د نوموړي په وينا د سرکوزي د ميکروب تر کشفېدو وروسته ياد سوي عسکر ټول په روغتون کي بستر سوي دي.

د پوځي وياند په وينا په دې پوځيانو کي اکثره هغه کسان وو چي تازه له امريکا څخه افغانستان ته راغلي دي