کور / تازه خبرونه / مايک مولن: طالبان ډېر پياوړي دي

مايک مولن: طالبان ډېر پياوړي دي

د امريکا د وسله والو پوځونو قومندان مايک مولن د طالبانو پر پياوړتيا باندي اقرار وکړ.

مايک مولن وايي افغان طالبان خورا پياوړي دي او په افغانستان کي د دوى جنګ به له يوه کال څخه تر ١٨ مياشتو پوري وخت وغواړي چي طالبان په مکمله توګه وځپي.

مايک مولن په واشنګټن کي خبريالانو ته وويل په جنوبي افغانستان کي د امريکايي سمندري پوځيانو عمليات او هلته د زرونو پوځيانو برخه اخيستل د امريکا د نوي پاليسۍ په عملي کولو کي يو غټ ګام دئ.

مايک مولن دا ومنله چي طالبان پياوړي دي او چي امريکايان يې پر يوه سر راګرځوي، هغوى بلي خواته مخ کړي او په خپل جنګي تاکتيک کي بدلون راولي.

له تېري يوې اونۍ راهيسي په هلمند کي ٤٠٠٠ امريکايي پوځيان او ٦٥٠ افغان عسکر د طالبانو پر ضد په عملياتو اخته دي چي تر اوسه يې درې ولسوالۍ بېله کوم خاص مقاومت څخه له طالبان خلاصي کړي دي.

د هلمند په نيول سويو ولسواليو کي د طالبانو نه مقاومت امريکايان او د ناټو قواوي هېښ کړي او په يوه نوې اندېښنه کي اچولي دي.

بلي خواته طالبان وايي دوى خپل تاکتيک بدل کړى او د جبهيي جنګ پرځاى يې چريکي عملياتو ته اوږه ورکړې چي په وينا يې په تېره يوه اونۍ کي خورا ګټور ورته تمام سوي دي.