کور / تازه خبرونه / نورستان: برګمټال ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده

نورستان: برګمټال ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده

د نورستان ځايي چارواکي او قومي مشران وايي چې له څلورو ورځو سختو جګړو وروسته د برګمټال ولسوالي د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله. د نورستان والي جمال الدين بدر وايي دوی دولت ته ډېرې نارې وکړې چې پوليس يې کم دي او طالبانو سره جګړه نه شي کولای، خو په وينايې چې دولت يې چيغې وانه ورېدې او اخر هم ولسوالي طالبانو ونيوله. طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي په پرونۍ جګړه کې دوی ته زيان نه دی رسیدلی او دولتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده،خو چارواکي وايي چې ځايي خلکو د ملا عبدالرحمان په نامه يو طالب قومندان او دهغه څلور پلويان وژلي دي. د نورستان والي وايي پوليسو له سيمې پښې سپکې کړي او اوس مهال د سيمې خلک له وسله والو طالبانو سره په جګړه اخته دي، خو طالبان وايي چې ولسوالي دوی نيولې او ځايي خلک له دوی سره  نه جنګېږي.برګمټال په نورستان کې پرته هغه ولسوالي ده چې پاکستان سره شپېته کيلو متره ګډه پوله لري او طالبان يې ځکه د نيولو هڅې کوي چې د دوی لپاره ستراتيژک اهميت لري.