کور / تازه خبرونه / افغانستان: شپږ هنديان او ١٨ افغانان وژل سوي دي

افغانستان: شپږ هنديان او ١٨ افغانان وژل سوي دي


يوې پاکستانۍ خپروني ډاون د طالبانو په حواله خبر ورکړئ دئ چي په افغانستان کي يې د يوې هندۍ کمپنۍ شپږ کسه هندي کارکوونکي وژلي دي.


پېښه د پکتيا په ولايت کي د جمعې په ماښام رامنځته سوې چي ٢٠ کسه نور پکښي ټپيان سوي دي.


د پکتيا چارواکي وايي د پوليسو په دفاعي ډزو کي ١٠ طالبان هم وژل سوي دي.


د دې پېښي په باب يوه بل افغان چارواکي چي نوم يې نه دئ اخيستئ وايي په دې پېښه کي ټول ١٨ کسان وژل سوي چي يو افريقايي هم پکښي شامل دئ.