کور / تازه خبرونه / هندى جاسوس نيول سوئ دئ

هندى جاسوس نيول سوئ دئ

پاکستاني پوليسو د پنجاب په لاهور ښار کي د يوه هندي ورانکاري د نيولو خبر ورکړ.

د لاهور پوليس وايي دغه کس نذيرحسين نومېږي چي لاهور ته د جاسوسۍ دپاره راغلى وو.

د پوليسو په وينا نذيرحسين اعتراف کړى چي هغه تر دې دمخه هم څو ځله پاکستان ته راغلئ و، چي دوه نور ملګري يې پيرته هندوستان ته تللي دي.

پاکستاني پوليسو که څه هم دا کس تروريست په ګوته کړئ خو دا يې نه دي ويلي چي نوموړي په لاهور کي د څرنګه تروريستي عمل د اجرا کېدو نيت درلودئ.