کور / تازه خبرونه / شرابو ١٠٧ کسان ووژل

شرابو ١٠٧ کسان ووژل


د هند په ګجرات ايالت کي د شرابو له امله د مړو شمېره ١٠٧ کسانو ته وخته.

د ګجرات ايالتي حکومت وايي دغه کسان په شرابو کي د يوې زهرجني مادې د موجوديت امله وژل سوي دي.

تر دې دمخه د پنجشنبې په ورځ د دې ايالت پوليسو ويل د يادي سوي مادې له امله ٧١ تنه وژل سوي دي.

پوليس وايي په دې ايالت کي يې پر مختلفو پلورنځيو د چاپو پر مهال تقريباً ٨٠٠ ناقونه شراب خرڅوونکي نيولي دي، او بلي خواته د ګجرات په مرکز کي عمومي کاروبار په ټپه درېدلئ او خلګ له حکومت څخه د وژونکو شرابو د خرڅوونکو د محاکمه کېدو غوښتنه کوي.